د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پاکستان د افغانستان او چین تر منځ د 'بې اعتمادۍ' پیدا کولو باندې تورن کړ


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د جمعې په ورځ مې ۳۱ (غوایي ۱۱) د پاکستان د حکومت د هغو پلټنو نتیجه رد کړله چې ویلي یې دي پدې هیواد کې په چینایي اتباعو برید د هغو وسله والو کار و چې د پاکستاني چارواکو په وینا په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې افغانستان په پاکستان کې د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۶ مې برید سره هیڅ کار نلري او پدې یې ټینګار وکړ چې دا د ګاونډي هیواد پاکستان کورنۍ مسله ده او هغوی یې باید چاره وکړي.

ښاغلي مجاهد د طلوع تلویزیون سره په مرکې کې د پاکستان د حکومت د پلټنو په هکله وویل، "د پاکستان لخوا خپور شوی راپور د افغانستان او چین تر منځ د باور زیانمن کولو یوه هڅه ده".

د مجاهد دې څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې د پاکستان یو پلاوی کابل ته تللی و او د پنځو چینایي اتباعو وژل کیدو په هکله د پلټنو نتیجه یې د طالب چارواکو سره شریکه کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز بلوچ په اسلام آباد کې د جمعې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د پاکستان پلاوي طالب چارواکو څخه په چینایي اتباعو د "ترهګرو برید کوونکو" نیولو کې د مرستې غوښتنه کړې او پدې هکله یې طالبانو ته "کره شواهد" ورکړیدي.

میرمن بلوچ پدې هکله وویل، "افغان اړخ ژمنه کړې چې پرې به نږدي چې د دوي خاورې څخه د ترهګریزو کړنو لپاره کار واخلي او هغوي (طالبانو) دا موافقه هم کړې چې د پلټنو نتیجه به ارزوي او د پاکستان سره به په ګډه کار کوي چې دا پلټنې معقولې نتیجې ته ورسیږي".

د طالبانو حکومت دې پاکستاني پلاوي ته یو ځل بیا ویلي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر خلاف وکاروي او له نورو هم ورته هیله لري.

د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ د میاشتې په ۲۶ د خیبرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې د چینايي انجینرانو په موټر باندې په یو ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجینران او یو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو. ددغه برید وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې ددې برید پلان په افغانستان کې ترتیب شوی وو او په برید کې کارول شوی موټر هم له افغانستان څخه د بشام سیمې ته وړل شوي وو او بریدګر هم یو افغان وو.

د طالبانو حکومت دا برید په سختو ټکو غندلی دی او د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې هم په دغه برید کې د لاس لرلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

سره لدې چې پاکستاني چارواکي ادعا لري د پاکستاني طالبانو غورځنګ غړي په افغانستان کې د پټیدو خوندي ځایونه لري او له هماغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو بندوبست کوي خو طالبانو په وار وار دا تورونه رد کړي او تل ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل پر ضد ګټه واخلي.

په عین حال کې د متحده ایالاتو حکومت کانګرس ته پخپل درې میاشتني راپور کې ویلي و چې د طالبانو حکومت د القاعده شبکې مشرانو او ټي ټي پي ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت کولو اجازه ورکړې.

د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیاواکمن کېدو راهیسې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ هېواد او یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پيژندل شوی. نړیوالې ټولنې او د روسیې او چین په شمول د سیمې هېوادونو د طالبانو سره د هر ډول رسمي تعامل لپاره د ترهګرو ډلو سره د اړیکو په نه لرلو، بشري حقونو ته په درناوي او یو ټولشموله حکومت په جوړولو ټینګار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG