د لاس رسي وړ اتصالات

یو پاکستاني پلاوي د بشام تروریستي برید په تړاو کابل کې د طالبانو د چارواکو سره خبرې کړي


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد خرم اغا کابل کې د کتنې پر مهال.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد خرم اغا کابل کې د کتنې پر مهال.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې ددغه وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد خرم آغا په مشرۍ د یو پاکستاني پلاوي سره د خیبرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې پر چینايي انجینرانو باندې د برید په تړاو خبرې کړي دي.

دغه وزارت د پنجشنبې د ورځې ناوخته مۍ ۳۰ (جوزا لسم) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پاکستاني پلاوي په امنیتي برخه کې د طالبانو د حکومت څخه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "راغلي پلاوي په سیمه کې امنیت د ټولو لپاره ګټور یاد کړاوهیله یې څرګنده کړه چې ځینې موجود مشکلات حل شي. ښاغلي خرم اغا د ډېورند کرښې پورې غاړه د 'بِشام' سیمې د روان میلادي کال د مارچ ۲۶ ترهګریز برید په اړه خبرې وکړې او په امنیتي برخه کې یې د افغان حکومت څخه د مرستې هیله وکړه."

ددغې خبرپاڼې له مخې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت د لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري ویلي، لکه څنګه چې افغانستان د ځان لپاره امن غواړي نورو ته هم ښې هیلې لري.

هغه ویلي: "مونږ د 'شر' په سیاست باور نه لرو. نیت او عمل مو داسې دی چې په سیمه کې امن د ځان او ټولو په خیر بولو. د بشام ترهګریزه پېښه یوه بده حادثه وه، مګر ټول باید د خپلو ساحو امنیتي مسؤلیت پرغاړه ولرو او د مسایلو د انحراف پر ځای واقعي همکاریو ته زمینه مساعده کړو".

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي یو ځل بیا ویلي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پر خلاف وکاروي او له نورو هم ورته هیله لري.

د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ د میاشتې په ۲۶ د خیبرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې د چینايي انجینرانو په موټر باندې په یو ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجینران او یو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو. ددغه برید وروسته پاکستاني چارواکو وویل چې ددې برید پلان په افغانستان کې ترتیب شوی وو او په برید کې کارول شوی موټر هم له افغانستان څخه د بشام سیمې ته وړل شوي وو او بریدګر هم یو افغان وو.

د طالبانو حکومت دا برید په سختو ټکو غندلی دی او د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې هم په دغه برید کې د لاس لرلو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایکس په پاڼه په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره یې په چینايي انجنیرانو باندې د برید په اړه د شویو پلټنو پایلې شريکې کړي او له طالبانو څخه یې په دې پېښه کې د ښکیلو ترهګرو په ‏نيولو کې مرسته غوښتې ده.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د صدراعظم شهباز شریف په لارښوونه یې د دغه هیواد د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ یو پلاوي د پنجشنبې په ورځ مۍ ۳۰ (جوزا لسم) د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته استولی دی. دغه وزارت ویلي چې دغه پلاوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د مرستيال محمد نبي عمري سره کتلي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د افغانستان اړخ [طالبانو حکومت] د پاکستان په ګډون د نورو هیوادونو پرخلاف د هیڅ ډول تروریستي فعالیتونو لپاره د خپلې خاورې د نه استعمالولو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړه".

په دې خبرپاڼه کې همداشان ویل شوي چې د طالبانو حکومت په دې موافقه کړې چې د بشام د تروریستي برید په تړاو شوې پلټنې به وارزوي او د دغې پیښې په اړه د شویو پلټنو په پای ته رسیدلو کې به پاکستان سره همکاري وکړي.

همداشان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو خواو پاکستان ته د پیښو تروریستي ګواښونو په اړه او په دې برخه کې د پاکستان اندیښنو ته د ځواب ویلو لپاره یو بل سره د همکارۍ په اړه هم موافقه کړې ده.

دا پاکستاني پلاوی په کابل کې د طالبانو د حکومت سره د امنیتي مسلو په سر د خبرو لپاره وروسته له هغه تللی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د طالبانو د حکومت څخه د خیبرپښتونخوا د ایالت د بشام په سیمه کې پر چینايي انجینرانو باندې د برید د طراحانو د نیولو او پاکستان حکومت ته د سپارلو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د مۍ ۲۶ (جوزا شپږم) په لاهور کې یو ګډ خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې پر چینايي انجینرانو باندې د برید پلان په افغانستان کې ترتیب شوی و او په پاکستان کې د میشتو تسهیل کوونکو په مرسته عملي شوی و.

هغه وویل: "پاکستان دغه مسله د افغانستان د لنډمهاله حکومت سره یاده کړې ده او ټینګار یې کړی چې هغوی [ طالبانو حکومت] په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، خو مونږ تراوسه ښې پایلې نه دي ترلاسه کړي."

محسن نقوي پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل چې په دغه برید کې د ځینو هیوادونو د استخباراتو ادارو هم همکاري کړې ده.

د اوږدې مودې راهیسې د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو په پرله پسې ډول د طالبانو پر حکومت باندې تورلګولی چې د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي ډله د افغانستان خاوره د دغه هیواد په خلاف کاروي، خو د طالبانو حکومت د "ټي ټي پي" ډلې څخه د ملاتړ په تړاو د پاکستان ادعاوې په پرله پسې ډول ردې کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG