د لاس رسي وړ اتصالات

د وسله والو په خلاف چاپو کې د پاکستان اووه سرتېري وژل شوي


عکس:‌ آرشیف
عکس:‌ آرشیف

د پاکستان پوځ وایي د امنیتي ځواکونو په چاپو کې چې د هیواد شمال لویدیځ په بیلا بیلو برخو کې یې کړیدي، لږ تر لږه اووه پاکستاني سرتیري او ۲۳ وسله وال وژل شویدي.

پوځ دوشنبه مې ۲۷ ( غوایي اووه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ لومړنۍ نښته تیره شپه د خیبر پښتونخوا پیښور سره نږدې وشوه چې شپږ وسله وال او د پوځ دوه افسران پکې ووژل شول.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې بله پیښه د ټانک په ولسوالۍ کې د امنیتي عملیاتو پر مهال شوې چې د پوځ په وینا، ۱۰ وسله وال پکې وژل شویدي.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې پنځه پاکستاني سرتیري او اووه وسله وال د خیبر په ولسوالۍ کې هم وژل شویدي.

د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې وسله وال څوک و او دا یې هم ندي ویلي چې پدې پیښو کې څومره پاکستاني سرتیري ټپي شويدي.

د پوځ دا ادعا کومې خپلواکې سرچینې هم نده تائید کړې.

خو تر دې وړاندې د پاکستان پوځ دا شان عملیات د پاکستاني طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي وسله والو په خلاف پدې سیمې کې کړیدي.

اسلام آباد ادعا لري چې د ټي ټي پي وسله وال په افغانستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له همدې مرکزونو په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو او ملیکانو د بریدونو بندوبست کوي خو طالبان دا تورونه ردوي او په وار وار یې ټینګار کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خاورې څخه یې پر ضد کار واخلي.

د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ اړیکې د تحریک طالبان پاکستان له ډلې د طالبانو د حکومت د ملاتړ له امله د اوږدې مودې راهیسې خرابې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تیره ورځ په لاهور کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د طالبانو له حکومت څخه د اسلام باد غوښتنه تکرار کړه او ددغه حکومت څخه یې وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د ډلې وسله وال دې په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو ترسره کولو څخه منع کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت څخه د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې د ټولو مشرانو او په ځانګړي ډول د نور ولي محسود او ددغې ډلې د ملکنډ د قومندان عظمت الله او هم د بختیار شاه، قاري عبدالله او خان لالا نیولو غوښتنه وکړه.

محسن نقوي ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډله په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه د یوې پروژې په څیر پلانوي او د دښمن استخباراتي ادارې ورته ددغو بریدونو په بدل کې ډیرې زیاتې پیسې ورکوي. خو هغه د کوم هیواد نوم وانخیست او نه يې هم یې په دې اړه نور جزئیات ورکړل.

طالبانو لا د پاکستان کورنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت د "ټي ټي پي" ډلې څخه د ملاتړ په تړاو د پاکستان ادعاوې په پرله پسې ډول ردې کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG