د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: افغانستان سره هغه وخت زموږ اړیکې ښه کېدی شي چې خاوره یې زموږ په ضد ونه کارول شي


محسن نقوي
محسن نقوي

د پاکستان حکومت یو ځل بیا د خیبرپښتونخوا د ایالت د بشام په سیمه کې پر چینايي انجینرانو باندې د برید پړه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اچولې او ادعا یې کړې چې ددې برید پلان د افغانستان په خاوره کې ترتیب شوی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او ددغه هیواد د ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې "نیکټا" همغږي کوونکي رای طاهر د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (جوزا شپږم) په لاهور کې یو ګډ خبري کنفرانس ته پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي د ځینو هیوادونو د استخباراتو ادارې هم ددې برید په ترتیبولو کې په همکارۍ تورنې کړې.

محسن نقوي وویل پر چینايي انجینرانو باندې د برید پلان په افغانستان کې ترتیب شوی و او په پاکستان کې د میشتو تسهیل کوونکو په مرسته عملي شوی و.

هغه وویل: "پاکستان دغه مسله د افغانستان د لنډمهاله حکومت سره یاده کړې ده او ټینګار یې کړی چې هغوی [ طالبانو حکومت] په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، خو مونږ تراوسه ښې پایلې نه دي ترلاسه کړي."

د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ د میاشتې په ۲۶ د خیبرپښتونخوا ایالت د بشام په سیمه کې د چینايي انجینرانو په موټر باندې په یو ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجینران او یو پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو.

پاکستان امنیتي ادارو چارواکو د برید وروسته وویل چې په دې برید کې کارول شوی موټر له افغانستان څخه دغې سیمې ته وروړل شوی وو. د طالبانو حکومت له وړاندې دا برید غندلی او په برید کې د افغانستان د خاورې کارول په کلکه رد کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، خو زیاته یې کړه چې دغه هیواد سره ښې اړیکې هغه مهال ټینګیدلی شي چې خاوره یې د پاکستان پرخلاف ونه کارول شي.

هغه وویل:" مونږ د افغانستان سره ښې اړیکې ټینګول غواړو، خو ددې لپاره مهمه ده چې هغوی [طالبان] دغه تروریستان ونیسي، محاکمه یې کړي او یا یې مونږ ته وسپاري."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت څخه د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې د ټولو مشرانو او په ځانګړي ډول د نور ولي محسود او ددغې ډلې د ملکنډ د قومندان عظمت الله او هم د بختیار شاه، قاري عبدالله او خان لالا نیولو غوښتنه وکړه.

محسن نقوي ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه د یوې پروژې په څیر پلانوي او د دښمن استخباراتي ادارې ورته ددغو بریدونو په بدل کې ډیرې زیاتې پیسې ورکوي. خو هغه د کوم هیواد نوم وانخیست او نه يې هم یې په دې اړه نور جزئیات ورکړل.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر ددغو څرګندونو دمخه د مۍ د روانې میاشتې په اووم باندې د پاکستان د پوځ ویاند جنرل احمد شريف چودري هم ورته ادعاوې کړې وې او ویلي و چې پر چینايي انجینرانو باندې نه یوازې د برید پلان په افغانستان کې ترتیب شوی وو، بلکې ځانمرګي بریدګر چې په دې برید کې یې د چینايي انجینرانو د موټر مخ ته د چاودیدونکو توکو ډک موټر الوزولی و هم افغان وو.

خو د پاکستان د پوځ د ویاند ددغې ادعا په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي دا ادعاوې ردې کړې وې او تور یې لګولی وو چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې داعش ډله د پاکستان خاوره د افغانستان په خلاف کاروي. خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت دا ادعا بې اساسه بللې ده.

د پاکستان او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ اړیکې د تحریک طالبان پاکستان له ډلې د طالبانو د حکومت د ملاتړ له امله د اوږدې مودې راهیسې خرابې دي.

طالبانو حکومت د "ټي ټي پي" ډلې څخه د ملاتړ په تړاو د پاکستان ادعاوې په پرله پسې ډول ردې کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG