د لاس رسي وړ اتصالات

احسن اقبال: پاکستان له چین غواړي‌ طالبان وهڅوي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې وځپي


د پاکستان د پلان جوړونې او پراختیا وزیر احسن اقبال
د پاکستان د پلان جوړونې او پراختیا وزیر احسن اقبال

د پاکستان د پلان جوړونې او پراختیا وزیر احسن اقبال وايي‌ چې هېواد یې د چین-پاکستان د اقتصادي‌ دهلیز په پروژې کې د افغانستان د ګډېدو مخالف نه دی، خو له بیجینګ څخه غواړي چې کابل وهڅوي په خپلې خاورې کې د پاکستان ضد ترهګرې ډلې وځپي.

د چین د شاوخوا ۶۲ میلیارد ډالرو دا ستره اقتصادي‌ پروژه د بیجینګ د «یو کمر بند او یوه لار» د میلیاردونو ډالرو د پروژې برخه ده او طالبانو ویلي دي چې غواړي په دې پروژې کې شامل شي.

د ۲۰۲۱ کال راهېسې په پاکستان کې په بېلا بېلو بریدونو کې ۱۷ چینايان وژل شوي‌ دي. د مارچ په میاشت کې په یو ځانمرګي برید کې پنځه چینایان ووژل شول، پاکستاني مقامات ادعا کوي چې دا بریدګر له افغانستان څخه پاکستان ته داخل شوی وو.

د پاکستان د پلان جوړونې او پراختیا وزیر احسن اقبال امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې حکومت یې له چین څخه غواړي چې طالبان وهڅوي چې د افغانستان په خاورې کې د ترهګرو ډلو په ضد اقدامات وکړي.

هغه وویل چې «په سیمه کې افغانان چین ته غوږ ږدي او موږ هیله لرو چې بیجینګ هم افغانستان وهڅوي» چې په خبره یې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو په اړه اقدامات وکړي.

افغان طالبان تل د پاکستان دا ادعا رد کړې ده چې ګنې د دوی تر واک لاندې افغانستان کې ترهګر شته او د پاکستان په ضد فعالیت کوي.

احسن اقبال ونه ویل چې ایا د پاکستان حکومت د چین له حکومت څخه دا غوښتنه رسمي کړې ده که نه. خو دا خبره یې رد کړه چې په پاکستان کې په چینايي اتباعو بریدونه د اسلام اباد ناکامي ده.

چین له پاکستان څخه غواړي چې د کاریګرو لپاره یې مصون او خوندي چاپېریال برابر کړي. اقبال وايي چې چینايي چارواکو دا خبره کړې ده چې دا ډول بریدونه به هغوی د چین-پاکستان د اقتصادي‌ دهلیز د پروژې له پلې کولو څخه را ونه ګرځوي.

د امریکا د ځینو تحقیقاتي ادارو د معلوماتو په اساس، د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۱ کالونو ترمنځ پاکستان د چین ۶۷.۲ میلیارد ډالر پوروړی و. واشنګټن د ملا ماتوونکو پورونو د ورکولو په اړه بیجینګ تورنوي، چین دا ادعا نه مني او اقبال هم په پاکستان باندې د چین د پورونو په اړه د واشنګټن اندېښنه رد کړه.

د پاکستان دغه وزیر وویل چې چین د اسلام اباد ستونزې درک کوي او په خبره یې نړیوال بانک او د پاکستان نور ملګري هم باید د هغوی ستونزې درک کړې او لاس په کار شي.

پاکستاني‌ او چینايی مقامات وايي چې په ۲۰۱۳ کال کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د پروژې له پیل راهېسې په پاکستان کې ۲۰۰۰ کیلو میتر سړکونه پاخه شوي، ۸۰۰۰ میګاواټه برېښنا زیاته شوې او تقریبآ ۲۰۰زره نوې دندې برابرې شوي دي.
د دغې پروژې دویمه مرحله لا پيل شوې نه ده او پاکستان هیله لري چې د اولې مرحلې د ځینو پروژې په تکمیل سره به یې دویمه مرحله هم پیل شي.

د پاکستان د مرکزي بانک او دولتي‌بانک د معلوماتو په اساس، په هېواد باندې تقریبا ۲۹۰ میلیارد ډالر پورونه او تادیات شته.

پاکستان داسې مهال له چین څخه دغه غوښتنه کوي چې په طالبانو فشار راوړي،‌ چې څو میاشتې مخکې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د «چین فورم» د ګډون لپاره بیجینګ ته تللی و او هلته یې وویل چې غواړي د چین د «یو کمر بند، یوه لار» په نوښت کې شامل شي .

د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه لویه پروژه ده چې بیجینګ په کې د میلیاردونه ډالرو پانګونه کوي، لویې لارې جوړوي، د برېښنا بندونه او دا ډول نور تاسیسات رغوي.

عزیزي وویل چې حکومت به یې چین ته یوه تخنیکي ډله استوي، چې په دغه نوښت کې یې د شمولیت په مخکې د پرتو خنډونو په اړه «غوره تفاهم» وکړي، خو ویې نه ویل چې هغه کوم خنډونه دي چې په دغې پروژې کې یې د دوی د شمولیت مخه نیولي ده.

د بلومبرګ رسنۍ هم څه موده مخکې راپور ورکړی و چې د طالبانو حکومت له چین او پاکستان سره توافق کړی چې د «یوه کمربند او یوه لار» پروژه له افغانستان سره هم ونښلوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG