د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په پوځي عملیاتو کې د '۳۰ تروریستانو' د وژلو خبر ورکړی دی


د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۲ (غبرګولي دوهمه) په یو بیان کې وویل چې په تېره یوه میاشت کې د افراطیانو پر ضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو په لړ کې لږ تر لږه "۳۰ ترهګر" وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "په دې وروستیو کې پاکستان په تروریستي پېښو کې زیاتوالی لیدلی چې د افغانستان په خاوره کې پلان کیږي، ترهګر هڅه کوي چې له افغانستان او له پولې څخه په تیریدو پاکستان ته ننوځي او پر امنیتي ځواکونو او همدارنګه په بې ګناه [پاکستاني] ملکي وګړو بریدونه وکړي."

د پاکستان پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په هغو سیمو کې یې عملیات کړي، چې له افغانستان سره پوله لري او یوه اوونۍ وړاندې په عملیاتو کې د پاکستاني د پوځ یو افسر هم وژل شوی و.

پاکستان یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې خپل مکلفیتونه پوره کړي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو او له هغه اخوا د ګواښلو لپاره وکارول شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په دې وروستیو کې دغې ډلې د پاکستاني چارواکو ورته ادعاوې رد کړې او وویل، چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه وکړي.

طالبانو تل ویلي چې پاکستاني چارواکي باید د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان ونه اچوي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان فراري قوماندانان او جنګیالي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري چې له هغه ځایه د پولې له هغې غاړې پر پاکستان وژونکي بریدونه پلانوي او ترسره کوي.

په واشنګټن ډي سي کې د "امریکا د نوي امنیت مرکز" د سه شنبې په ورځ یو راپور خپور کړ چې پکې ویل شوي تحریک طالبان پاکستان او نورې سیمه ییزې اورپکې ډلې "فعال دي او د دوی فعالیتونه د طالبانو لخوا چې له هغوی سره مشترک ایډیالوژیکي عقاید لري د لږو محدودیتونو سره مخ دي.»

د دې بنسټ موندنې خبرداری ورکوي چې له افغانستان څخه زیږنده تروریستي ګواښونه په "زیاتېدو دي او د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګه یوه لویه نړیواله اندیښنه ده."

دغه بنسټ همداراز په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې د استازو ترمنځ د نږدې اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته اشاره کړې او ویلي یې دي: "اوس د القاعدې مشران د طالبانو د ادارې یوه برخه ده او په هغه هیواد کې د خپلو روزنیزو کمپونو په جوړولو بوخت دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG