د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په یو برید کې پنځه پاکستاني پوځیان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي


د پاکستان حکومتي چارواکو د خیبر پښتونخوا ایالت د بشام د برید په ګډون په دغه هیواد کې د اکثرو تروریستي بریدونو پړه د ټي ټي پي په وسله والې ډلې اچولې ده.
د پاکستان حکومتي چارواکو د خیبر پښتونخوا ایالت د بشام د برید په ګډون په دغه هیواد کې د اکثرو تروریستي بریدونو پړه د ټي ټي پي په وسله والې ډلې اچولې ده.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې د افغانستان سره په سرحد کې د خیبرپښتونخوا ایالت د تیراه په سرحدي سیمه کې په یوه نښته کې پنځه پاکستاني پوځیان او پنځه وسله وال برید کوونکي وژل شوي دي.

امنیتي چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې دا نښته د دوشنبې د ورځې سهار مۍ ۲۷( جوزا اووم) هغه مهال رامنځ ته شوه چې کله د وسله والو یوې ډلې د پاکستان د پوځ په یوه امنیتي پوسته برید وکړ چې له امله یې پنځه پوځیان ووژل شو او شپږ نور ټپیان شو.

امریکا غږ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر سره د اړیکې د ټینګولو سره سره تراوسه ددې پیښې په اړه ددغه دفتر نظر نه دی ترلاسه کړی.

د تیراه سرحدي سیمه د ډورنډ د کرښې په اوږدو کې د افغانستان د ننګرهار ولایت د سپین غر هغې غاړې ته پرته غرنۍ سیمه ده.

د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" وسله والې ډلې سره متحدو وسله والو ډلو په یوه اعلامیه کې په تیراه کې ددغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دغه برید د پاکستان پوځ له خوا د خیبرپښتونخوا ایالت د مرکز پیښور سره نږدې د تروریستانو پرخلاف د یو برید یوه ورځ وروسته شوی چې په کې دوه پاکستاني عسکر او پنځه تروریستان وژل شوي وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۶( جوزا شپږم) په لاهور کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د طالبانو له حکومت څخه د اسلام باد غوښتنه تکرار کړه او ددغه حکومت څخه یې وغوښتل چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د ډلې وسله وال دې په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو باندې د بریدونو ترسره کولو څخه منع کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، خو زیاته یې کړه چې دغه هیواد سره ښې اړیکې هغه مهال ټینګیدلی شي چې خاوره یې د پاکستان پرخلاف ونه کارول شي.

هغه وویل:" مونږ د افغانستان سره ښې اړیکې ټینګول غواړو، خو ددې لپاره مهمه ده چې هغوی [طالبان] دغه تروریستان ونیسي، محاکمه یې کړي او یا یې مونږ ته وسپاري".

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د طالبانو د حکومت څخه د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې د ټولو مشرانو او په ځانګړي ډول د نور ولي محسود او ددغې ډلې د ملکنډ د قومندان عظمت الله او هم د بختیار شاه، قاري عبدالله او خان لالا نیولو غوښتنه وکړه.

محسن نقوي ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډله په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو باندې بریدونه د یوې پروژې په څیر پلانوي او د دښمن استخباراتي ادارې ورته ددغو بریدونو په بدل کې ډیرې زیاتې پیسې ورکوي. خو هغه د کوم هیواد نوم وانخیست او نه يې هم یې په دې اړه نور جزئیات ورکړل.

طالبانو لا د پاکستان کورنیو چارو وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو حکومت د "ټي ټي پي" ډلې څخه د ملاتړ په تړاو د پاکستان ادعاوې په پرله پسې ډول ردې کړي او ویلي دي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد پرخلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG