د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې ۳۵ تنه د "شیطاني غونډې" په تور نیول شوي‌ دي


د ایران د خوزستان ولایت
د ایران د خوزستان ولایت

د ایران سیمه‌ییزو رسنیو د شنبې په ورځ‌ راپور ورکړی چې پولیسو په جنوب‌لویدیځ خوزستان ولایت کېد "شیطان پرستانو شبکې" په یوې غونډې چاپه وهلې او ۳۵ کسان یې نیولي‌ دي.

د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ‌ جون ۱ (جوزا ) د ایسنا دولتي رسنۍ په حواله راپور ورکړی چې پولیسو لومړی د غونډې ځای معلوم او له چاپې وهلو وروسته یې هلته د نشه‌يي موادو او الکولي مشروباتو نښې موندلې دي.

ایسنا د خوزستان د دزفول ښار د پولیسو مشر له قوله ویلي چې په دې چاپه کې ۳۱ نارینه او څلور ښځې نیول شوي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

د ایران په څیر محافظه کاره هیواد کې پر داسې غونډو چې د میلمستیاو او کنسرټونو په بڼه جوړیږي‌ او الکول په کې کارول کېږي د پولیسو چاپې وهل نوې خبره نه ده.

په تیره مۍ میاشت کې هم پولیسو د تهران په لویدیځ کې په ورته قضیه کې د دریو اروپایانو په ګډون له ۲۵۰ زیات کسان نیولي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG