د لاس رسي وړ اتصالات

حوثیانو په یمن کې ۴۴ تنه د سعودي په مشرۍ ائتلاف سره د همکارۍ په تور په مرګ محکوم کړل


حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې پایتخت صنعا په نړیواله کچه پیژندل شوي حکومت څخه ونیوه.
حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې پایتخت صنعا په نړیواله کچه پیژندل شوي حکومت څخه ونیوه.

په یمن کې یوې محکمې چې کنټرول یې د حوثي شعیه یاغیانو په لاس کې دی، شنبه جون لومړۍ ( غبرګولي ۱۲) یې د یو سوداګر په ګډون چې د خیریه مؤسسو سره یې کار کاوه، ۴۴ تنه د جاسوسۍ تورونو له کبله په مرګ محکوم کړل.

مدافع وکیل عبدالمجید صبره ویلي دا ۴۴ تنه د هغو ۴۹ کسانو له ډلې څخه و چې حوثي یاغیانو د "دښمن" سره د همکارۍ په تورونو نیولي و.

حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی ، د دښمن اصطلاح د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو ته کاروي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال راپدیخوا په یمن کې د دې یاغیانو په خلاف جګړه کوي.

ښاغلي صبره ویلي چې د ۴۹ څخه پنځو ته یې د بند تیرولو سزاګانې ورکړل شوې، ۱۶ یې په غیاب کې په مرګ محکوم شول او پاتې ۲۸ یې ځانګړي جنایي محکمې ته وړندې شول او په مرګ محکوم شول.

په مرګ محکوم شویو کې د (Prodigy Systems) په نامه د یو شرکت اجرائیوي رئیس هم شامل دی. دا په پایتخت صنعا کې یو شرکت و چې بشري خیریه مؤسسو ته یې د مرستو ویشلو ، ثبتولو او دقیق کولو لپاره سیسټیمونه جوړول.

حوثي یاغیانو دا سوداګر، عدنان الهزاري تیر کال د مارچ په میاشت کې ونیوه او د شنبې په ورځ محکمې د ښاغلي عدنان جایداد هم ضبط کړ.

مدافع وکیل عبدالمجید صبره حوثي یاغیان تورن کړل چې مشکوک کسان یې په رواني او جسماني توګه شکنجه کړي او تقریباً نهه میاشتې یې دا کسان په انفرادي توګه په زندانونو کې ساتلي و.

ښاغلي صبره ویلي چې د محکمې په پیل کې قاضي مدافع ډلې ته اجازه ورنکړله چې د قضیې په هکله اسناد تر لاسه کړي او دا محاکمه یې "غیر عادلانه" وبلله.

د حوثیانو ویاند تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

د یمن په کورنۍ جګړې کې حوثي یاغیانو زرګونه کسان بندیان کړیدي. یوه څیړنه چې د اې پي خبري اژانس کړې پکې څرګنده شوې چې یو شمیر نیول شوي کسان په تیزابو سوځول شوي، ځیني کسان د څو اوونیو لپاره له مړوندنو ځوړند شوي و او پداسې حال کې چې تړل شوي به و، په کوتکو وهل کیدل.

په پایتخت صنعا او نورو ځایونو کې محکمې چې کنټرول یې د حوثي یاغیانو په لاس کې دی، هغو کسانو ته یې سختې سزاګانې ورکړي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو سره په همکارۍ کولو تورن شوي و.

دې یاغیانو په ۲۰۲۱ کال کې نهه تنه پدې تور اعدام کړل چې د دې ډلې یو جګپوړي غړي، صالح الصمد په قتل کې یې لاس درلود. الصمد په ۲۰۱۸ کال کې د ائتلافي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې وژل شوی و.

د یمن مرکز صنعا او شمالي برخو ته د حوثي جنګیالیو له ننوتلو او د قانوني حکومت له شړلو وروسته په دغه هېواد کې په ۲۰۱۴ کال کې کورنۍ جګړه پیل شوه. په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف واک ته د شړل شوي حکومت د بېرته ستنولو هلې ځلې پیل کړي.

په یمن کې د قانوني حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ روانه جګړه د سعودي عربستان او ایران د حکومتونو ترمنځ په نیابتي جګړې بدله شوې ده. دا جګړه په نړۍ کې په یو لوی بشري ناورین بدل شوی او تر دې دمه په کې څه باندې ۱۵۰زره کسان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG