د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې حوثي یاغیانو ۱۱۳ جنګي اسیران ازاد کړل


په یمن کې له ۲۰۱۴ راهېسې جګړه روانه ده
په یمن کې له ۲۰۱۴ راهېسې جګړه روانه ده

د سور صلیب نړیوالې کمېټې نن یکشنبه مۍ ۲۶ (جوزا شپږمه) وویل چې د ایران ملاتړو حوثي شیعه یاغیانو ۱۱۳ جنګي اسیران خوشې کړي دي.

د دغو اسیرانو تر یو اړخیر پرېښودو ټیک یو کال مخکې د جګړې نورو دخېلو غاړو ۸۰۰ زندانیان پرېښي وو.

سور صلیب په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه ۱۱۳ کسان د یمن په مرکز صنعا کې خوشې شوي او دغې کمېټې ورسره په منظم ډول ملاقاتونه کول او مرستې یې ورته برابرې کړې وې.

په یمن کې د سور صلیب کمېټې مشر دافني مارت وویل: «هیله لرم چې دا کار د نورو زندانیانو پرېښودو ته لاره هواره کړي او هغه کورنۍ ارامې شي چې د خپلو عزیزانو لیدو ته ډېر لیوال دي.»

د حوثي یاغیانو د بندیانو د تبادلې مسئول عبدالقادر المرتضا وویل چې د لوژیستیکي ستونزو له کبله د دغو بندیانو پرېښودل یوه ورځ ځنډېدلي وو.

په یمن کې په ۲۰۱۴ کال کې د جګړې له پیل راهېسې زرګونه کسان په جګړې کې اسیران شوي دي.

سور صلیب د بندیانو ازادول د مذاکراتو د بیا پیل کېدو لپاره مهم وبلل او ویې ویل چې دا کمېټه د نورو بندیانو د پرېښودو، انتقال او خپلو کورنیو ته د ستنولو د چارو اسانه کولو لپاره چمتو ده.

د یمن مرکز صنعا او شمالي برخو ته د حوثي جنګیالیو له ننوتلو او د قانوني حکومت له شړلو وروسته په دغه هېواد کې جګړه پیل شوه. په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف واک ته د شړل شوي حکومت د بېرته ستنولو هلې ځلې پیل کړي.

په یمن کې د قانوني حکومت او حوثي یاغیانو ترمنځ روانه جګړه د سعودي عربستان او ایران د حکومتونو ترمنځ په نیابتي جګړې بدله شوې ده. دا جګړه په نړۍ کې په یو لوی بشري ناورین بدل شوی او تر دې دمه په کې څه باندې ۱۵۰زره کسان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG