د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکا له پاناما غوښتي چې ایراني کښتۍ په خپل نوم ثبت نه کړي

امریکا له پاناما غوښتي چې ایراني کښتۍ په خپل نوم ثبت نه کړي


واشنګټن شک لري چې د پاناما تر بیرغ لاندې فعالیت کوونکې ځینې بیړۍ د ایران دي او هڅه کوي چې د امریکا له بندیزونو څخه په پټه تیل ولیږدوي.
واشنګټن شک لري چې د پاناما تر بیرغ لاندې فعالیت کوونکې ځینې بیړۍ د ایران دي او هڅه کوي چې د امریکا له بندیزونو څخه په پټه تیل ولیږدوي.

د متحده ایالاتو یو ځانګړي استازي د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۳) له پاناما څخه وغوښتل چې ایراني کښتیو ته اجازه ورنکړي چې د دوی تر بیرغ لاندې فعالیت وکړي.

دغه کار ایران ته ددې امکان برابروي چې د واشنګټن له خوا د لګول شويو اقتصادي بندیزونو څخه ځان وژغوري.

د مرکزي امریکا کوچنی هیواد پاناما د هغو هېوادنو په سر کې راځي چې د نورو هېوادونو شرکتونو ته اجازه ورکوي چې خپلې بیړۍ د دوی تر بیرغ لاندې وچلوي.

یو شمېر شرکتونه د لوړو فیسونو او نظارت څخه د خلاصون په خاطر خپلې بیړۍ په نورو هېوادونو کې راجستر کوي.

د ایران لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي مرستیال ابرام پیلي وویل: "ایران او د ایران همکاران هڅه کوي چې د پاناما له لارې له بندیزونو ځان وژغوري. دوی هڅه کوي چې د پاناما تر بیرغ لاندې د بیړیو ثبتولو څخه ناوړه ګټه پورته کړي."

پیلي ددې دپاره پاناما ته سفر کړی "څو ډاډ ترلاسه کړي چې زموږ له بندیزونو څخه د خلاصون دپاره شرکتونه په پاناما کې د خپلو بیړیو له راجستر کولو څخه ناوړه ګټه نه پورته کوي."

د پاناما د سمندري ادارې په وینا، په دغه هېواد کې ۸۵۴۰ بیړۍ تبث شوي چې د نړۍ د ټولو بیړیو شاوخوا ۱۶ سلنه جوړوي.

واشنګټن شک لري چې ځینې دغه بیړۍ د ایران دي او هڅه کوي چې د امریکا له بندیزونو څخه په پټه تیل ولیږدوي.

ایران په ۲۰۱۸ کال کې له یوې مهمې اتومي موافقې څخه د واشنګټن له وتلو راهیسې د امریکا تر سختو بندیزونو لاندې دی.

د پیلي په وینا، لږ تر لږه شپږ کښتیو چې د پاناما بیرغ ورباندې و، د جنوري راهیسې له دې بندیزونو سرغړونه کړې ده.

د پاناما د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ولادیمیر فرانکو په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپل یو بیان کې وویل چې له پیلي سره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د "سمندري همکارۍ" پراخولو په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا حکومت پر ایران تور لګوي چې د تیلو له پلور څخه په ترلاسه شوي عاید باندې د یمن د حوثي یاغیانو، حزب الله او حماس په څېر سازمانونو مالي ملاتړ کوي.

ماهرین وايي، ځینې شرکتونه چې د نورو هېوادونو تر بیرغ لاندې خپلې کښتۍ ثبتوي، د چاپیریال مقرراتو او د کار قوانینو ته هم پاملرنه نه کوي او هڅه کوي چې د کښتۍ د اصلي مالک هویت پټ کړي.

پیلي وویل: "موږ تمه لرو چې د پاناما حکومت به د خپلو کورنیو قوانینو او نړیوالو مکلفیتونو پراساس زموږ سره کار ته دوام ورکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG