د لاس رسي وړ اتصالات

د رئیسي د ځای ناستي ټاکنې؛ یو نوماند د امریکا له بندیزونو سره مخ دی


وحید حقانیان د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي نږدې همکار بلل کیږي
وحید حقانیان د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي نږدې همکار بلل کیږي

د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخ د ایران یو پخواني پوځي چارواکي د ابراهیم رئیسي د ځان ناستي ټاکلو ته ځان نوماند کړی دی.

رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ جون اول (جوزا ۱۲) د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د ایران د انقلابي ګارډ پخوانی قوماندان وحید حقانیان چې د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخ دی نن د ابراهیم رئیسي‌ د ځای ناستي ټاکلو ته نوم لیکنه وکړه.

حقانیان چې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي نږدې همکار دی، له نوم لیکنې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د ایران د رهبر او د جمهور رئیس په دفتر کې د ۴۵ کلن خدمت د تجربو پر اساس یې ځان دغې څوکۍ ته نوماند کړی دی.

د امریکا د خزانې وزارت په ۲۰۱۹ کال کې د خامنه‌اي د داخلي کړۍ د نهو کسانو له ډلې وحید حقانیان "د کورني او بهرني‌ ظلم په پرمخ وړلو" کې مسول وباله.

ایران وايي‌ د متحده ایالاتو اکثر بندیزونه د بې اساسه تورونو له مخې لګول شوي‌ دي.

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې په اصل کې د ۲۰۲۵ کال لپاره پلان شوې وې، خو د مۍ په ۱۹مه د رئیسي د ناڅاپي مړینې له کبله له وخت وړاندې ترسره کیږي.

رئیسي او د هغه اووه ملګري چې په کې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم شامل و، هغه مهال مړه شول چې څرخي الوتکه یې د ایران په شمال لویدیځ کې د یو غره په لمن کې ولویدله.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌اي له دې پیښې وروسته، د رئیسي ۶۸ کلن مرستیال محمد مخبر د اساسي قانون له مخې د سرپرست ولسمشر په توګه وټاکه.

د ایران د ټاکنو ادارې ویلي‌ چې تر اوسه په شرایطو برابر ۱۲ کسانو د رئیسي د ځای ناستي د ټاکلو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د ایران د پارلمان پخوانی رئیس علي لاریجاني چې یو مشهور محافظه کار دی او د ایران د مرکزي‌ بانک مشر عبدالناصر همتي په نوماندانو کې شامل دي.

د ایران د انتخاباتو د قانون له مخې کاندیدان باید د ۴۰ او ۷۵ کلونو ترمنځ عمر ولري او لږ تر لږه یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وي.

ټاکل شوې چې د جون په ۱۱مه د نوماندانو نهایي لیست اعلان او د همدې میاشتې په ۲۸مه د رئیسي د ځای ناستي د ټاکلو لپاره ټاکنې وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG