د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن: ایران له جنايي ډلو څخه د نیابتي جنګي ډلو په څېر ګټه اخلي


د سویډن بیرغ
د سویډن بیرغ

د سویډن استخباراتي ادارې د پنجشنبې په ورځ مۍ ۳۰ (جوزا لسمه) وویل چې ایران د ماشومانو په ګډون د سویډن د جنايي ډلو غړي جذبوي چې د اسرائیل او په سویډن کې د نورو په ضد د تاوتریخوالي په پېښو کې ترې کار اخلي.

دغې ادارې ویلي دي چې ایران په دې وروستیو کې په سویډن کې د ټولو هېوادونو او په خاص ډول د اسرائيل ګټې په نښه کړې او له ایران څخه د باندې د خپلو مخالفو ډلو په ضد د اقداماتو په لټه کې دی.

د استخباراتي سازمان سره د مبارزې ‌په برخه کې د سویډن د استخباراتي څانګې مشر ډانیل استنلینګ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې «دا خبره تائیدولای شي چې په سویډن کې جنايي ډلې نیابتي ډلې دي چې ایران ترې ګټه» اخلی.

سویډن له کلونو راهېسې د جنايي ډلو په ضد په اقداماتو بوخت دی. تېرکال په سویډن کې په ۳۶۳ پېښو کې ۵۵ کسان په مرمیو وژل شوي او ۱۰۹ نور ژوبل شوي وو.

تېرمیاشت په استکهلم کې د اسرائیل سفارت ته نژدې د ډزو له یوې پېښې او د وسلو د یوې چاودېدونکې یو وسیلې له موندلو وروسته پولیسو د اسرائيل د سفارت په شاوخوا کې امنیتي تدابیر کلک کړي دي.

د سویډن استخباراتو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو رویټرز د یو اسرائیلي مقام له لوري د ترلاسه شوي بیان په حواله لیکلي چې د روان کال پېښه د ایران په نمایندګۍ د یوې جنايي ډلې له لورې وه.

په دغه بیان کې راغلي دي چې ایران د نیابتي ډلو او د اسرائيل په ضد د یهودانو په ضد د مخ په زیاتېدونکو پېښو څخه ګټه اخلي.

ډانیل اتنلینګ وویل چې د اسرائیل د دغه بیان په اړه شک نه لري، خو په دې اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه او ویې ویل چې شاید تحقیقات له خطر سره مخامخ کړي.

د اسرائيل استخباراتي شبکې (موساد) ادعا کړې ده چې ایران د حماس له بریدونو وروسته د اسرائيل په سفارتونو باندې د یو شمېر جنايي‌ ډلو په «ترهګریزو بریدونو» کې لاس درلوده.

د «اسرائیل ټایمز» د راپور په اساس، په استکهلم کې د اسرائيل سفارت د ودانۍ د باندې د یوې چاودېدونکې وسیلې له موندلو وروسته موساد له خپلو اروپايي ملګرو سره تحقیقات پيل کړي.
د موساد په وینا د مشکوکو کسانو څخه د پوښتنو او د پېښې د ځای د شواهدو له ارزولو وروسته ماموران دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د «فاکس ټراټ»‌ جنايي شبکه د ایران په دستور د هغې بمبي چاودنې تر شاه وه.

د دغه راپور په اساس له هغه وروسته چې د عراق د پولیسو او نړیوالو قانون پلي کوونکو له لوري‌ د «فاکس ټراټ» مشر روا مجید چې تر تعقیب لاندې ونیول شو، هغه تېر کال له ترکیې څخه ایران وتښتده او ایران هلته جذب کړ.

موساد وايي چې هغه بیا په اروپا کې د اسرائيل او یهودیانو په اهدافو باندې د بریدونو لپاره وګمارل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG