د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه په ایران فشار راوړي چې د سویډن نیول شوی وګړی پرېږدي 


د اروپايي ټولنې لوړ پوړي دپلومات جوسیپ بوریل د سه شنبې په ورځ اګست پنځمه (وږي۱۴) وویل چې له څو میاشتو راهېسې کار کوي چې په ایران فشار راوړي چې د اروپايي ټولنې یو بندي وګړی پرېږدي.

سویډن او اروپايي کمېسیون وايي چې د دوی یو وګړی په ایران کې نیول شوی او بندي شوی دی. تر دې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا خبر خپور کړی و.

جوسیپ بوریل وویل چې نیول شوی کس یوهان فلودیرس نومېږي، «د سویډن وګړی دی او اروپايي ټولنې سره کار کوي، چې له ۵۰۰ ورځو راهېسې په ناقانونه توګه په ایران کې توقیف شوی» دی.

نوموړي په هسپانیا کې د اروپايي ټولنې د پراختیایي چارو د وزیرانو د غونډې په څنډې کې وویل: «غواړم تاکید وکړم چې زه په خپله او زما ټول ټیم په هرې کچې کې د سویډن حکومت او د هغه [یوهان فلودیرس] له کورنۍ سره په همغږۍ کار کوو چې ایراني مقاماتو باندې فشار راوړي چې هغه پرېږدي.»

هغه زیاته کړه چې د دغه اروپايي وګړي د نیول کېدو مسئله یې په وار وار له ایراني مقاماتو سره مطرح کړې ده. هغه وايي: «هر ځل او په هرې کچې چې موږ دپلوماتیکې غونډې درلودې، موږ دا مسئله یاده کړې ده.»

نوموړي وویل چې د یوهان فلودیرس د خوشې کېدو لپاره هلې ځلې کوي او دا مسئله یې د هرې غونډې د اجنډا په سر کې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG