د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د ایران ذخیره شوي یورانیم د وسلو جوړولو کچې ته نږدې شوي


د ملګرو ملتونو اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې دوشنبه مې ۲۷ ( غوایي اووه) په یو محرم راپور کې ویلي چې د ایران حکومت دومره په لوړه کچه غني شوي یورانیم ذخیره کړي چې د وسلو جوړولو کچې ته نږدې شویدي.

دا راپور چې د اې پي خبري اژانس لیدلی پکې ویل شوي چې د ایران د غني شویو یورانیمو ذخیره ۳۰ چنده د هغې اندازې څخه لوړه شوې چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او نړۍ ځواکمنو هیوادونو تر منځ په اتومي موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې وه.

د ملګرو ملتونو اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې تیر کال د فبروري په میاشت کې په یو راپور کې ویلي و چې ایران ۶۷۵.۸ کیلو ګرامه غني شوي یورانیم درلودل خو پدې تازه راپور کې بیا ویل شوي چې په اوس وخت کې دا هیواد ۶۲۰۱.۳ کیلو ګرامه دا ډول یورانیم په ذخیره کې لري.

د دې ادارې مشر رافایل ماریانو ګروسي تیره میاشت خبرداری ورکړی و چې که ایران وغواړي اتومي بمونه جوړ کړي، په کافي اندازه د څو بمونو جوړولو لپاره په لوړه کچه غني شوي یوارنیم لري.

رافایل ماریانو ګروسي چې د ایران د اتومي پروګرام او یورانیمو غني کیدو د کچې په هکله یې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو ته د معلوماتو ورکولو وروسته د رویټرز خبري اژانس سره خبرې کولې وویل سره له دې چې د تیر کال راهیسې ایران د یورانیمو غني کول یو څه ورو کړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې ایران هره میاشت تقریباً اووه کیلو ګرامه یوارنیم تر ۶۰ فیصدو پورې غني کوي.

تر ۶۰ فیصدو پورې یورانیمو غني کول دې ته نږدې دي چې په وسلو کې ترې کار واخیستل شي او د اتومي برېښنا د تولید لپاره ترې د سوداګریزو مقاصدو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

سره له دې چې ایران تل دا ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی او اتومي وسلې نه جوړوي خو په نړۍ کې هیڅ یو هیواد چې په دومره لوړه کچه یوریانیم یې غني کړي، په وسلو کې د کار اخیستو پرته یې په بل ځای کې نه دي کارولي.

ایران د ۲۰۱۸ کال راهیسې چې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره یې په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوې اتومي موافقه له منځه ولاړه، په لوړه کچه د یورانیمو غني کول پیل کړي.

تهران د هماغې نیټې راهیسې دومره غني شوي یوریانیم راټول کړي چې که وغواړي اتومي وسلې جوړې کړي، کولی یې شي.

خو د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې او نور هیوادونه چې د ایران اتومي پروګرام څاري، په دې نظر دي چې لا هم تهران د اتومي وسلو په جوړولو لاس ندی پورې کړی.

ایران ته د ۲۰۱۵ کال په موافقې کې چې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره یې کړې وه، اجازه ورکړل شوې وه چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یوانیم غني کولی شي خو په ۲۰۱۸ کال کې چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس لدې موافقې خپل هیواد وویست او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول، ایران په لوړه کچه د یورانیمو غني کول ډیر کړل.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ویلي چې د تیر کال د جون څخه تر نومبر میاشتې پورې ایران هره میاشت درې کیوګرامه یورانیم غني کول خو د کال په پای کې یې نهو کیلو ته پورته کړل.

سره له دې چې ایراني چارواکو تل دا ټینګار کاوه چې اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی او اتومي وسلو جوړولو نیت نلري خو ددې هیواد چارواکو د ۲۰۲۲ کال راپدیخوا په جار دا خبر کوي چې یوارنیم یې تر هغې کچې غني کړي چې د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG