د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اصلاح‌ طلبانو ایتلاف په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپل نوماند تائیدولو غوښتنه کړې


د ایران د جمهوري ریاست ټاکنو ته نوم لیکنه
د ایران د جمهوري ریاست ټاکنو ته نوم لیکنه

د ایران د اصلاح طلبانو اصلي ایتلاف د شنبې په ورځ د جون اتم (غبرګولي ۱۹) وویل یوازې په هغه صورت کې د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون کوي‌ چې لږ تر لږه یو نوماند د ټاکنیزو سیالیو لپاره تایید شي.

دغه ایتلاف د اعتماد په نامه په خپلې ورځپاڼه کې د اصلاحاتو د جبهې د ویاند جواد امام له قوله راپور ورکړی: ''که د اصلاحاتو بهیر یو نوماند ولري نو په ټاکنو کې به هم فعال ګډون ولري، له دې پرته د دې جبهې لاره معلومه ده او نشي کیدلی له دې جبهې چې د ۳۱ ګوندونو څخه جوړه شوې او د یو نوماند د معرفي کولو امکانات نه لري، خاصه تمه وشي.‘'

ټاکل شوې د ایران ولسمشریزې ټاکنې د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي د ځای ناستي د ټاکلو لپاره د جون په ۲۸ له وخته وړاندې ترسره شي. رئیسي د مۍ په ۱۹مه د هیلکوپټر د راپریوتلو په پیښه کې ووژل شو.

د ایران د ولسمشرۍ څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره اتیا کسان نوماند شوي او باید د پنجشنبې تر ورځې انتظار وکړي چې نګهبان شورا له خو تاییدیږي او که نه.

د اصلاحاتو جبهې د روان عیسوي کال د مارچ په لومړۍ د ایران له پارلماني ټاکنو څخه وړاندې د نګهبان شورا له خوا د خپلو نوماندانو د صلاحیتونو له ردیدو وروسته وویل چې په "بې معنا، له سیالیو پرته او بې اغیزو ټاکنو“ کې ګډون نه کوي.

د اصلاحاتو د جبهې مشر اذر منصوري ویلي: "د نګهبان شورا نشي کولی چې د اصلاح طلبو د بهیر لپاره نوماند معرفي کړي. موږ باید خپل نوماندان ولرو."

د ایران اصلاح طلبانو په هغه هیواد کې د ټولنیزو ازادیو د زیاتیدو او د مدني‌ ټولنې د رامنځ ته کیدو غوښتنې کړې دي.

د اصلاح طلبانو جبهې د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د درېیو کسانو د نومونو لیست وړاندې کړی دی. د ایران د پخواني ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیري چې د ۲۰۲۱ کال په ټاکنو کې یې نوماندي‌ رد شوې وه، عباس اخوندي او مسعود پزشکیان چې د ایران د کابینې دوه غړي دي په دغه لیست کې شامل دي.

د نګهبان شورا چې ۱۲ غړي لري د ایران د ۲۰۲۱ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د اصلاح طلبانو او منځ‌لارو زیات شمیر نوماندان رد کړي و. دا اقدام د دې لامل شو چې ابراهیم رئیسي چې د محافظه کارانو له خوا نوماند و په اسانه ولسمشریزې ټاکنې وګټي.

د ایران د ۲۰۲۱ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ناندریو له امله زیات شمیر ایرانیانو په دغو ټاکنو له ګډون کولو ډډه وکړه چې ورسره د رای ورکونو شمیر نږدې ۴۹ ته راکم شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG