د لاس رسي وړ اتصالات

حزب الله د اسرائیل په غرنۍ اډې 'تر ټولوستر' برید کولو ادعا کړې


د حزب الله وسله والو برید څخه وروسته د ګولان په غونډیو کې اور بل شوی.
د حزب الله وسله والو برید څخه وروسته د ګولان په غونډیو کې اور بل شوی.

په لبنان کې د حزب الله وسله وال غورځنګ یکشنبه جولای اووه (چنګاښ ۱۷) ویلي چې د ګولان په غونډیو کې یې د اسرائیل په استخباراتي مرکز "تر ټولو ستر" هوایي عملیات کړیدي.

دې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي چې په برید کې یې په چاودیدونکو موادو سمبالو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه کار اخیستی دی.

په اعلامیې کې راغلي چې عملیات د لبنان حزب الله ډلې هوایي ځواکونو کړي او دا چې د دې ډلې ځواکونو د حرمون په غره کې د اسرائیل په کشفي مرکز "په پرله پسې توګه" بې پیلوټه الوتکو ډلګي استولي دي.

په اعلامیې کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي خو د اسرائیل پوځ بیا ویلي چې یوه چاودیدونکې بې پیلوټه الوتکه د حرمون غره په یوې آزادې سیمې کې لویدلې چې هیڅوک پکې ندي ژوبل شوي.

حزب الله ادعا کړې چې په برید کې د استخباراتي سیسټیمونه له منځه تللي او دا چې تر برید وروسته په سیمې کې غټ اور هم بل شوی.

د لبان حزب الله شعیه وسله وال چې ایران یې شاته ولاړ دی، وایي دا بریدونه یې د خپل یو غړي وژل کیدو په غبرګون کړې کړي چې د همدې تیرې شنبې په ورځ د لنبان په ختیځ کې د اسرائیل په هوایي برید کې ووژل شو.


د برید څخه وړاندې د اسرائیل د دفاع وزیر یووا ګلانت د حرمون په غره کې د سرتیرو لیدو ته ورغلی و. د اسرائیل وځ ویلي چې د هوایي دفاع سیسټم یې ګڼ شمیر "هوایي اهداف" چې د لبنان څخه وار شوي و، په کامیابۍ شنډ کړیدي.

د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل پوځ په غزې کې د حماس پر ضد جګړه پیل کړې، د لبنان حزب الله ډلې تقریباً هره ورځ په سرحدي سیمو کې په اسرائیل د توغندیو او نور بریدونه کړي.

دې بریدونو ویره پیدا کړې چې ښایي د حزب الله او اسرائیل تر منځ بیا جګړه ونښلي.

د اسرائيل پوځ ویلي چې پر لبنان د برید طرح ”تائید او منل شوې“ ده او حزب‌الله یې په ځواب کې خبرداری ورکړی چې د جګړې د پیلېدو په صورت کې به یو اسرائیلي وګړی هم خوندي پاتې نشي.

د اسرائیل پر شمال باندې د حزب‌الله د بریدونو سربیره په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو وسله‌والو په سره سمندرګي کې سوداګریزې کښتۍ په نښه کړي او ویلي یې دي چې دا کار یې له فلسطینانو سره د پیوستون لپاره کړی دی. ایران همداشان په سیمه کې له نورو ډلو څخه هم ملاتړ کوي.

ایران د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راهیسې چې د متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن د شاه حکومت یې نسکور کړ اسرائیل په رسمیت نه پېژني.

په سیمه کې د لویې جګړې د پیلېدو ویره وروسته له هغې زیاته شوه چې په اپریل میاشت کې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید وشو او د دوو جنرالانو په ګډون اوه ایراني سرتیري ووژل شول.

ایران په خپل غچ اخیستونکي برید کې برید کې د اپریل په ۱۳ او ۱۴ پر اسرائیل باندې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بې‌ساری برید وکړ.

له دغه برید وروسته د ایران دولتي رسنیو په اصفهان کې د څو پرله پسې چاودنو خبر ورکړ او امریکايي‌ رسنیو د متحده ایالاتو د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې اسرائیل پر خپل ”اصلي رقیب غچ اخیستونکي بریدونه“ ترسره کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG