د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د اسماعیل هنیه وژل کېدو ته نړیوال غبرګونونه


د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د لبنان په البص کمپ کې د فلسطیني کډوالو مظاهره
د اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته د لبنان په البص کمپ کې د فلسطیني کډوالو مظاهره

د نړۍ یو شمېر هېوادونو د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژل کېدل غندلي او خبرداری یې ورکړی چې دا به په منځني ختیځ کې جګړه زیاته کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبه په ورځ جولای ۳۱ (زمري ۱۰) وویل چې متحده ایالات په ایران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې په طرحې خبر نه و او لاس پکې نلري.

بلینکن د سینګاپور د اسیا نیوز چینل سره په مرکه کې وویل: "دا هغه څه دي چې موږ یې په اړه نه پوهېدو او پکې ښکیل نه و."

سینګاپور ته د سفر پر مهال بلینکن ټینګار وکړ چې د منځني ختیځ نورو سیمو ته د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د غزې په تړانګه کې اوربند اړین دی.

بلینکن د چهارشنبې په ورځ د قطر له صدراعظم عبدالرحمان ال ثاني سره تلیفوني خبرې وکړې. قطر د اسرائیل د حماس تر منځ د سولې د خبرو منځګړیتوب کوي.

ال ثاني ددې تلیفوني تماس وړاندې د ایکس په یو پوسټ کې ولیکل: "سیاسي وژنې او په غزه کې په دوامداره توګه د ملکي خلکو په نښه کول، په داسې حال کې چې د سولې مذاکرات روان دي، موږ له دې پوښتنې سره مخامخ کوي چې د مذاکرې یو لوری ولې بل لوری ترور کوي."

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن د چهارشنبې په ورځ په فیلیپین کې د خبرو پر مهال د هنیه د وژل کېدو په اړه په مستقیم ډول له څه ویلو ډډه وکړه خو ټینګار یې وکړ چې "جګړه حتمي نه ده." استن خبریالانو ته وویل چې که پر اسرائیل برید وشي، متحده ایالات به د دې هیواد له دفاع سره مرسته وکړي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یو بیان کې د هنیه وژنه په سیمه کې د کړکېچ د ممکنه زیاتېدو لامل بللی او ویلي یې دي: "دا [د هنیه وژنه] او په غزه کې د اوربند په خبرو کې د پرمختګ نشتوالی وضعیت نور هم پیچلی کوي."

په دې بیان کې، پرته له دې چې په قطر کې د خبرو اترو په ترڅ کې د حماس دریځ ته اشاره وشي، په اسرائیل باندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د "سیاسي ارادې" د نه لرلو له کبله نیوکه شوې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د اسماعیل هنیه پر وژل کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: "موږ د دې وژنې سخت مخالفت او غندنه کوو." چینايي چارواکي ویلي چې په غزه کې باید ژر تر ژره هراړخیز او دایمي اوربند وشي.

د منځني ختیځ په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي میخایل بوګدانوف د اسماعیل هنیه وژنه یوه "سیاسي وژنه" او "د نه منلو وړ" بللې ده. دغه روسي چارواکي خبرداری ورکړی چې په تهران کې د هنیه وژنه به "د کړکېچ د لا زیاتېدو لامل شي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر هنیه برید غندلی دی. هغه په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: "د دې شرمناک عمل هدف د فلسطین د ملت، د غزې د سپیڅلي مقاومت او زموږ د فلسطیني وروڼو عادلانه مبارزه له منځه وړل او د فلسطینیانو ویرول دي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسماعیل هنیه وژنه " شرمناکه" بللې ده. په اعلامیه کې راغلي: "موږ په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه شرمناکه وژنه غندو."

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې، د اسماعیل هنیه وژنه غندلې او اعلان یې کړی چې دا "له کرکې ډک" عمل کولی شي "ټوله سیمه کې اور بل کړي."

که څه هم اسرائیل د هنیه د وژل کېدو په اړه تبصره نه ده کړې، خو د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د تېر کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس ډلې له برید وروسته د حماس په لمنځه وړلو باندې ټینګار کړی دی.

د اسرائیل د پوځ ویاند دانیل هاجري د هنیه د مړینې د خبر له خپریدو وروسته وویل: "په کورنۍ جبهه کې په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی، دا مهال د اسرائیل پوځ د وضعیت ارزونه کوي، که بدلون راشي هغه به سمدستي د اردو د معلوماتي چینلونو له لارې خپور شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG