د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې د کړکېچ په ترڅ کې پوتین او بشارالاسد په مسکو کې کتلي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (ښی) او د سوریې ولسمشر بشارالاسد
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (ښی) او د سوریې ولسمشر بشارالاسد

کرملین د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري څلورمه) په یوه خپره کړې ویډیو کې وښودله چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره کتلي دي.

پوتین بشارالاسد ته ویلي چې په منځني ختیځ کې د کړکیچ په زیاتیدو اندیښمن دی. دواړو مشرانو د خپلو خبرو په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

روسیې د ۲۰۱۵ کال له سپتمبر راهیسې په سوریه کې پوځي کمپاین پیل کړی او له ایران سره په ګډه د بشارالاسد د حکومت د هغې جګړې ملاتړ کوي چې موخه یې له وسله والو مخالفو ډلو څخه په دغه هېواد کې د سیمو بیرته نیول دي.

په داسې حال کې چې روسیه اوس د خپلو پوځي منابعو ډیره برخه پر اوکراین متمرکزه کړې، خو په سوریه کې یې هم خپل پوځي حضور ساتلی دی.

پوتین بشارالاسد ته وویل: "زما ستاسو نظر ډیر خوښ دی پدې اړه چې په مجموع کې په سیمه کې وضعیت څنګه پرمخ ځي. له بده مرغه، موږ وینو چې د تاوتریخوالي په لور تمایل زیات دی او دا حالت په مستقیم ډول په سوریه کې هم صدق کوي."

کرملین ویلي چې پوتین او بشارالاسد د چهارشنبې په ورځ لیدلي دي. له دې وړاندې دواړو مشرانو د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې د سوریې د پاڅون چې وروسته په کورنۍ جګړې بدل شو، د ۱۲مې کلیزې په مناسبت په مسکو کې کتلي وو.

په خپلو خبرو کې پوتین د سوریې په ثبات کې د روسیې پر رول ټینګار کړی دی. بشارالاسد پوتین ته د یوه روسي ژباړونکي له لارې وویل: "ټولو پیښو ته په پام سره چې نن ورځ په ټوله نړۍ کې او د اروپا-اسیا په سیمه کې پیښیږي، زموږ نننۍ غونډه خورا مهمه بریښي."

کرملین د پوتین او بشارالاسد د خبرو په اړه جزئیات نه دي ورکړي خو د خبرو یو احتمالي ټکی د روسیې او ترکیې د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا رغول ښودل شوی دی.

روسیه د بشارالاسد د حکومت یو پیاوړی ملاتړی دی خو له ترکیې سره هم نږدې اړیکې پالي او له انقرې سره د خپلو اړیکو د رغولو هڅه کوي.

ترکیې او سوریې په ۲۰۱۱ کال کې په سوریه کې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې پر مظاهره کوونکو باندې د حکومتي ځواکونو د خونړیو بریدونو وروسته اړیکې پرې کړې. ترکیه د سوریې د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې غواړي د بشارالاسد حکومت نسکور کړي. انقره د سوریې په شمال لویدیځ کې د مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې ځواکونه هم لري چې د دمشق قهر یې پارولی دی.

د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې د ترکیې، سوریې او روسیې د دفاع وزیرانو په مسکو کې وکتل چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د ترکیې او سوریې ترمنځ د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه لومړنۍ غونډه وه. تېر کال هم روسیې د سوریې او ترکیې د چارواکو د خبرو منځګړیتوب کړی و.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او بشارالاسد په دې وروستیو کې څرګنده کړې چې دوی د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا رغولو ته لېوال دي.

تېره اوونۍ یوې ترکۍ ورځپاڼې راپور ورکړ چې اردوغان به د اګست په میاشت کې په مسکو کې له بشارالاسد سره وویني، خو ترکي چارواکو دا راپور رد کړ او ویې ویل چې دا حقیقت نلري.

د دې میاشتې په پیل کې اردوغان وویل چې هغه له بشارالاسد څخه غوښتنه کړې ده چې ترکیې ته سفر وکړي او یا هم په دریمګړي هیواد کې ورسره خبرو ته کښیني.

بشارالاسد د جولای په ۱۵مه خبریالانو ته وویل، چې د ترکیې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره اړینه ده چې انقره له شمالي سوریې څخه خپل ځواکونه وباسي او د هغو اورپکو ډلو ملاتړ پرېږدي چې دمشق یې "ترهګر" بولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG