د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: ګاونډیانو ډاډ راکړی چې خاوره او حریم به یې د ایران په ضد نه کارول کېږي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

ایران وايي ګاونډي هېوادونه یې نه خپله "خاوره یا هوايي حریم" د هیڅ ډول برید لپاره نه پرېږدي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دا څرګندونې سه شنبې اکتوبر ۲۲ (لړم ۱) په داسې حال کې کړي چې اسرائیل د تهران د اکتوبر لومړۍ نیټې د توغندیو برید ته په ځواب ویلو غور کوي.

عراقچي په کویټ کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "زموږ ټولو ګاونډیانو موږ ته ډاډ راکړی چې خاوره یا هوايي حریم به یې د اسلامي جمهوریت په خلاف و نه کارول شي."

سیمې ته د سفر په ترڅ، عراقچي له کویټ وړاندې د دوشنبې په ورځ بحرین او له هغه وړاندې سعودي عربستان، قطر، عمان، عراق، مصر او ترکیې ته تللی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ د امریکايي اډو ټول خوځښتونه څارو او موږ یې له ټولو حرکتونو او پروازونو څخه خبر لرو." هغه زیاته کړه چې "که اسرائیل پر ایران هر راز برید وکړي، ایران به معادل ځواب ورکړي."

متحده ایالت چې د اسرائیل ملاتړ کوي، د بحرین، کویټ، قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون د سیمې په هېوادونو کې پوخي امکانات لري.

عراقچي اسرائیل ته د ایران دا خبرداری بیا تکرار کړ چې ددغه هېواد پر اتومي تاسیساتو برید ونکړي.

هغه وویل: "پر اتومي تاسیساتو برید یو لوی نړیوال جنایت دی؛ حتی پر دغو تاسیساتو د برید ګواښ د نړیوالو حقونو له مخې جنایت ګڼل کیږي."

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "له ځان او خپلو اتومي تاسیساتو څخه د دفاع لپاره موږ خپل وسایل او میتودونه لري چې موږ ورباندې حساب کوو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG