د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ګواښ کړی که اسرائیل ورباندې برید وکړي 'پریکنده' ځواب به ورکړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چهارشنبې اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۵) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرش ته خبرداری ورکړی چې که اسرائیل ورباندې برید وکړي تهران یې د "پریکنده او پښېمانه کوونکي" ځواب ورکولو ته چمتو دی.

ایران د خپلو دوو نږدې متحدینو، د حماس مشر اسماعیل هنیه او د حزب الله مشر حسن نصرالله او همدارنګه د یو ایراني جنرال د وژل کېدو په غچ کې، د اکتوبر په لومړۍ نېټه پر اسرائیل شاوخوا ۲۰۰ توغندي وتوغول.

د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګالانت تیره اونۍ ګواښ وکړ چې له ایران څخه د غچ اخیستنې اقدام به یې "وژونکی، دقیق او حیرانوونکی" وي.

د عراقچي د دفتر له خوا د خپور شوي بیان له مخې نوموړي له ګوټیرش سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې وویل: "ایران په داسې حال کې چې د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې کوي، د اسرائیل د هر ډول اقدام په وړاندې د پرېکنده او پښېمانه کوونکي ځواب ویلو لپاره بشپړ چمتووالی لري."

عراقچي د سه شنبې په ماښام د ټیلیفوني تماس په ترڅ کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې "د اسرائیلي رژیم د جنایتونو او تیریو د مخنیوي او لبنان او غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره" له خپلو سرچینو کار واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ له خپل فرانسوي سیال ژان نوئل باروت سره هم تلیفوني خبرې وکړې.

له باروت سره په خبرو کې هغه په لبنان باندې د اسرائیل د بریدونو د بندولو په اړتیا ټینګار وکړ، په سیمه کې یې د خپل اصلي دښمن لخوا د هر ډول "نوي عمل" په وړاندې د غبرګون خبرداری ورکړ، او د اسرائیل له خوا د رامنځته شویو هغو "خنډونو" د لیرې کولو غوښتنه یې وکړه چې بې ځایه شویو خلکو ته د مرستو د رسولو خنډ ګرځي.

د ایران او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران د یکشنبې په ورځ د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو، ایمانویل مکرون او مسعود پزشکیان ترمنځ د تلیفوني خبرو اترو وروسته له یو بل سره غږېدلي دي.

عراقچي تېره اوونۍ لبنان، سوریې، سعودي عربستان، قطر، عراق او عمان ته د کړکېچ د کمولو په موخه سفرونه وکړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي د ټولنیزې مډیا په پلیټ فارم ایکس کې په یوه پوسټ کې ویلي، عراقچي مصر او ترکیې ته تر سفر مخکې د چهارشنبې په ورځ اردن ته ورسېد.

بقائي وويل، اردن ته په رسېدو سره، عراقچي له خپل اردني سيال ايمن صفادي سره وکتل او دواړو "د غزې او لبنان پر وړاندې د اسرائيل د ظلم او تېري" په اړه د سيمه ييزو پرمختګونو اړوند خبرې وکړې.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا ویلي، عراقچي د اردن له پاچا عبدالله دویم سره هم کتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیل او ایران پلوه فلسطیني وسله والې ډلې حماس تر منځ د تیر یو کال راهیسې روانه جګړه په دې وروستیو اونیو کې د لبنان په ګډون نورو سیمو ته پراخه شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG