د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا په اسرائيل د برید له کبله د ایران په پوځي مشرانو بندیز ولګوه


بریتانیا د ایران په پوځي مشرانو بندیز ولګوه
بریتانیا د ایران په پوځي مشرانو بندیز ولګوه

بریتانیا نن دوشنبه اکتوبر ۱۴ (تلې۲۳) په اسرائیل باندې د ایران د میزایلو له بریدونو وروسته، د دغه هېواد د پوځ په ځینو مشرانو بندیزونه ولګول.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي وویل چې ایران پرلپسې خبرداری له پامه وغورځوه چې دا «خطرناک اعمال» دي ‌او دا چې لاسپوڅې او نیابتي ډلې یې په منځني ختیځ کې نا امني خپروي.

بریتانیا د ایران د پوځ په لوی درستیز عبدالرحیم موسوي او د هوايي ځواک په قومندان حمید واحدي‌ باندې بندیزونه ولګول.

په دغو دوو تنو سربېره،‌ بریتانیا د سپاه پاسداران د استخباراتو په مشر محمد کاظمي هم بندیز لګولی. همدغه راز د ایران په فضايي‌ ایجنسۍ باندې یې هم بندیز لګولی دی، بریتانیا وایي‌ شاید د دغې ایجنسۍ تکنالوژي په کروزو او میزایلو کې کارول شوې وي.

د دغه بندیز په اساس، دا کسان بریتانیا ته سفر نه شي کولای او شتمنۍ به یې هم ضبطې شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر، چې په لوګزمبرک کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې دی، په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د خپلو ملګرو او ایتلافیانو سره یو ځای به، ضروري ‌اقدامات کوو چې د ایران نه منونکي‌ تهدیدونه وننګوو او په سیمې کې د خشونت د کمولو لپاره فشار راوړو.»

تر دې مخکې، تېره اونۍ متحدو ایالتونو هم د ایران د تیلو او پطروکیماوي شرکتونو باندې بندیزونه ولګول چې د ایران د «بې ثباته کوونکو فعالیتونو» مالي سرچېنې بندې کړي.

په ایراني‌ چارواکو او شرکتونو له هغه وروسته دا بندیزونه لګول کېږي‌، چې ایران په اسرائيل د میزایلو بریدونه وکړل.

ایران وايي چې په اسرائيل یې ځکه د میزایلو بریدونه وکړل چې د حزب الله د ډلې د مشر حسن نصرالله او د حماس د ډلې د مشر اسماعیل هنیه د وژنو غچ واخلي. حسن نصرالله په لبنان کې د اسرائيل په یو هوایي برید کې او اسماعیل هنیه په تهران کې په یوې چاودنې کې ووژل شول. ایران د حزب الله او حماس کلک ملاتړی دی.

دا په تېرو څو میاشتو کې دویم ځل وو چې ایران په اسرائیل باندې د میزایلو بریدونه وکړل، اسرائيلي مقامات وايي‌ چې د ایران اکثریت میزایل یې په هوا کې خنثی کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG