د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل-ایران شخړې په پراخه جګړه کې د امریکا د شاملېدو اندېښنې پارولې


اسرائیلي پوځیان د ایران د یو بالستیک توغندي د پاتې شونو تر څنګ ولاړ دي.
اسرائیلي پوځیان د ایران د یو بالستیک توغندي د پاتې شونو تر څنګ ولاړ دي.

د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د ایران ملاتړ لرونکې حماس ډلې سره د اسرائیل د جګړې د پیل راهیسې، د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اسرائیل ته خبرداری ورکړی چې د ایران او په سیمه کې د تهران د نیابتي ډلو سره د جګړې له پراخولو څخه ډډه وکړي

ډیر په دې باور دي چې دا کار شوی دی.

د تیرو لسو ورځو راهیسې اسرائیل په لبنان کې هوايي بریدونه پیل کړي، چې په ترڅ کې یې د اسرائیل د پوځ په خبره، د حزب الله ډلې شاوخوا ۳۶۰۰ هدفونه په نښه شوي دي. د سه شنبې په ورځ، اسرائیل په جنوبي لبنان کې "محدود ځمکني عملیات" پیل کړل.

د اسرئیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې په اسرائیل باندې د ایران د ۱۸۰ توغندیو توغولو ځواب ورکوي. د سه شنبې د ورځې په دغو بریدونو کې د اسرائیل په هود هشارون ښار کې یو ښوونځی زیانمن شوی او په لویدیځه غاړه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.

بل خوا، د سوریې په پایتخت دمشق کې دولتي رسنیو د اسرائیل د سه شنبې د ورځې په یو برید کې د درې ملکي خلکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی. په دغو راپورونو کې ویل شوي چې اسرائیل د چهارشنبې په ورځ د سوریې پر پایتخت نور بریدونه هم کړي دي.

بایډن ویلي ادارې یې اسرائیل ته "مشوره" ورکړې او ورڅخه یې غوښتي چې متناسب غبرګون وښيي. بایډن د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د جي۷ هېوادونو له مشرانو سره غږېدلي او "ډیر ژر به" له نتنیاهو سره هم خبرې وکړي.

ولسمشر بایډن خبریالانو ته وویل: "موږ به له اسرائیل سره پدې خبرې وکړو چې غواړي څه وکړي. د ټولو اوو هېوادونو مشران مني چې هغوی [اسرائیل] د ځواب حق لري، خو ځواب یې باید متناسب وي."

نتنیاهو ګواښ کړی چې په خپل غبرګون کې به د تهران برسېره په نورو هېوادونو کې د ایران نیابتي ډلې په نښه کړي.

هغه د سه شنبې په ورځ وویل: "موږ په ټولو ځایونو کې د فتنې محور په نښه کوو، که لویدیځه غاړه وي، که غزه وي او یا هم لبنان، سوریه او همدارنګه ایران وي."

ایران د کلونو راهیسې پر اسرائیل باندې د بریدونو لپاره په غزه کې حماس، په لبنان کې حزب الله او په یمن کې د حوثیانو ډله کارولې ده. ایران په لومړي ځل د اپریل په میاشت کې د اسرائیل پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو مستقیم برید وکړ. له دغه برید دوه اونۍ وړاندې اسرائیل په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ خونړی برید کړی و.

د اسرائیل د تیر ځل په برید کې، د ډیرو شنونکو په باور، دا خبره په پام کې نیول شوې وه چې د جګړې له پراخولو مخنیوی وشي. خو شنونکي په دې باور دي، چې دا ځل اسرائیل ښايي قوي غبرګون وښيي او د ایران پر اتومي دستګاه او د تیلو په ذخیرو باندې بریدونه وکړي.

بایډن د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ایران د تیلو پر ذخیرو باندې د اسرائیل د برید ملاتړ نه کوي. هغه وویل چې جي۷ به پر تهران باندې نور بندیزونه ولګوي.

تهران ویلي چې د لبنان په پایتخت بیروت کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په ځواب کې یې پر اسرائیل د توغندیو برید کړی دی.

په جګړه کې د امریکا د شاملېدو اندېښنه

واشنګټن اندېښه لري چې د اسرائیل په وړاندې د ایران غبرګون او د کړکېچ پراختیا ښايي امریکا هم په مستقیم ډول جګړې ته راکاږي، په ځانګړي ډول، که د امریکا ګټې په نښه شي.

د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي موسسې شنونکی او د منځني ختیځ په چارو کې پخوانی امریکايي مرکچي ارون ډیویډ میلر وايي: "پدې کې په سعودي عربستان کې د تیلو پر ذخیرو بریدونه شامل دي او همدارنګه په دې معنا ده چې په عراق او سوریه کې د ایران ملاتړې ډلې وهڅول شي چې پر امریکايي ځواکونو باندې بریدونه کړي."

میلر امریکا غږ ته وویل: "دا به ښايي په جګړه کې د امریکا شاملېدو ته لار او زمینه برابره کړي."

متحده ایالات چې د نړۍ د نورو دریمګړو هېوادونو په پرتله په سیمه کې ډیر ځواکونه لري، په دغه شخړه کې په غیرمستقیمه توګه ښکېل دی. د پنټاګون ویاند تورن جنرال پټ رایډر وویل، متحده ایالاتو د مدیترانې ختیځې برخې ته دوه سترې پوځي بیړۍ استولي او ځواکونو یې د سه شنبې په ورځ، د اسرائیل د پوځ سره په ګډه د ایران د توغندیو د خنثا کولو لپاره په لسګونو د هوايي دفاع مرمۍ ویشتلي دي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي د منځني ختیځ په جګړه کې متحده ایالات او اروپايي هېوادونه پړه ګڼلي دي. هغه ویلي: "که هغوی دا سیمه پرېږدي نو هیڅ شک نشته چې جګړې او شخړې به په بشپړ ډول ختمې شي."

سپینې ماڼۍ د خامنه‌يي ددغو څرګندونو په اړه د امریکا غږ پوښتنې ته سمدستي ځواب ندی ویلی.

د بحران د پراخېدو مخنیوی

دا څرګنده نده چې ایا بایډن به پر ایران باندې د مستقیم برید لپاره امکانات وکاروي. خو دا خبره څرګنده ده چې په غزه او لبنان کې د اوربند له غوښتلو سره سره، واشنګټن د بحران په کنترولولو کې پاتې راغلی دی.

د منځني ختیځ انستیتوت شنونکي براین کاتولیس وویل: "د منځني ختیځ د روان وضعیت اصلي محرکین دا وخت هغه لوبغاړي دي چې په جګړه ایزو عملیاتو کې ښکېل دي. دا اسرائیل، په غزه کې حماس، په لبنان کې حزب الله، ایران او په یمن کې د حوثیانو په شمول په سیمه کې [د ایران] شبکې دي."

کاتولیس وايي د واشنګټن دریځ تر ډېره "د تاکتیکي بحران د مخنیوي په برخه کې دفاعي" دی، او د "یو نندارچي په توګه" هڅه کوي چې د ترټولو ناوړه نتایجو مخنیوی وکړي.

بایډن تراوسه اسرائیل ته د وسلو په ورکولو محدودیت رد کړی، او همدا د وسلو مرسته اوربند ته د اسرائیل د هڅولو لپاره د واشنګټن ترټولو ستره وسیله ګڼل کیږي. میلر وايي، "اوس تقریبا د تصور وړ نده" چې بایډن دې اسرائیل ته د وسلو په ورکولو بندیز ولګوي او زیاتوي چې په هر صورت کې د امریکا فشار به کوم اغیز ونلري.

په تیره یوه اونۍ کې، د یو منظم پوځي ځواک په توګه د حزب الله ډلې وړتیا محدوده شوې ده. د اسرائیل د نږدې یو کال عملیاتو په نتیجه کې د حماس ډله هم د یو منظم پوځي ځواک په توګه ندی پاتې.

میلر د نیابتي ډلو په مرسته د اسرائیل د حاصره کولو لپاره د ایران تګلارې ته په اشارې وویل: "اسرائیل ژمنتیا ښودلې چې هغه وضعیت ختم کړي کوم چې ایران او د هغه د مقاومت محور یې د اور حلقه بولي."

میلر وايي حتا د اسرائیل د بري په صورت کې هم، هغه په دې باور ندی چې د اسرائیل پوځي بریاوې به د سولې لامل شي.

میلر وړاندوینه کوي چې د حماس، حزب الله او ایران سره په درې بیلابیلو ډګرونو کې د اسرائیل جګړه به دوام ولري، که څه هم ښايي چې شدت به یې کم وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG