د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل وايي‌ د ایران له لورې ورباندې د توغندیو برید شوی


اسرائیل وایي ایران پرې د توغندیو برید کړی
اسرائیل وایي ایران پرې د توغندیو برید کړی

پر اسرائیل باندې د ایران د بالستیک توغندي د برید په اړه د امریکايي مقاماتو له خبرداري وروسته، د اسرائیل پوځ ویلي چې ایران د اسرائیل په لور توغندي توغولي دي.

د اسرائیل پوځ په یو بیان کې وویل: «شیبه وړاندې له ایران څخه د اسرائیل پر لور توغندي وتوغول شول.» پوځ ویلي چې د بیت المقدس په ګډون د اسرائیل په اکثرو برخو کې د خطر زنګ وهل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د اسرائیل د پوځي مقاماتو له خولې ویلي دي چې تقریبآ ۲۰۰ میزایل له ایران څخه د اسرائیل په لوري توغول شوي دي، خو د اسرائیل رسنۍ وایي چې له ایران څخه ۴۰۰ توغندي توغول شوي.

د اسرائيل پوځ د بنګ ګورین نړیوال هوايي ډګر څخه او یا له هغه څخه د پروازونو د بندولو خبر ورکړی دی.

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی دی چې دا میزایل یې د حماس او حزب الله د ډلې د مشرانو اسماعیل هنیه او حسن نصرالله او د ایران د یو پوځي مشر عباس نیلفروشان د وژنې د غچ اخیستو لپاره په اسرائيل توغولي دي.

اسماعیل هنیه په تهران کې په یوې چاودنې کې او حسن نصرالله او عباس نیلفروشان د اسرائیل په هوايي برید کې ووژل شول. د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی چې بیا به هم په اسرائیل بریدونه وکړي.

سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر جوبایډن امریکايي ځواکونو ته سپارښتنه کړې ده چې د اسرائیل سره په دفاع کې مرسته وکړي او له ایران څخه توغول شوي میزایل نسکور کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش په منځني ختیځ کې روانې شخړې غندلې او په یوې اعلامیې کې یې دا حالت «شخړه په شخړې پسې» بللی دی. ګوتېرش ویلي دي: «دا وضعیت باید ودرول شي. په مطلق ډول اوربند ته اړتیا لرو.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG