د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل احتمالي ځوابي برید ته چمتوالی؛ د ایران او حوثیانو جګپوړو چارواکو سره کتلي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دوشنبه اکټوبر ۱۴ ( تلې ۲۳مه) پداسې حال کې د حوثي شعیه یاغیانو د ویاند او ستر مرکچي، محمد عبدالسلام سره کتلي چې اسرائیل په ایران باندې د ځوابي برید کولو خبردرای ورکړی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې پرته لدې چې وویل شي په ملاقات کې په کومو موضوعاتو خبرې شوي، یوازې دومره ویل شوي چې عراقچي او عبدالسلام د عمان په پایتخت مسقط کې کتلي دي.

د ایران دا تر ټولو جګپوړی دیپلومات منځني ختیځ ته تللی چې په سیمې کې د خپلو متحدینو او ددې هیواد د چارواکو سره د اسرائیل د احتمالي ځوابي برید په مقابل کې د تیارۍ په هکله سلا مشورې وکړي.

د اکټوبر په لومړۍ نیټه په اسرائیل باندې د ایران لخوا د څه باندې ۱۸۰ بالاستیک توغندیو برید څخه وروسته، متحده ایالاتو او اسرائیل خبرداری ورکړی دا بریدونه به د ایران لپاره جدي عواقب ولري او اسرائیل ویلي چې په ایران کې دننه اهداف به په نښه کاندي.

بل پلو ایران خبرداری ورکړی که د هر هیواد ځواکونه یې د اسرائیل په استازیتوب په خاورې کې مداخله وکړي، دوي به پرې برید وکړي.

په غزې او لبنان کې د اسرائیل ، حماس او حزب الله ډلو تر منځ د جګړو پيل کیدو راهیسې چې دوه ځلې ایران په اسرائیل توغندي هم وار کړي، متحده ایالاتو سیمې ته اضافي نظامي پرسونل او تجهیزات استولي چې له یوې خوا د اسرائیل او په سیمې کې د خپلو سرتیرو دفاع وکړی شي او له بلې خوا پرې نږدې چې دا جګړه لا پراخه شي.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت د تیرې سپټمبر میاشتې په ۳۰ مې ویلي وچې په منځني ختیځ کې د امنیتي چارو قوي کولو او د اړتیا په صورت کې د اسرائیل دفاع په خاطر سیمې ته زرګونه اضافي سرتیري استوي.

په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې د المسیره تلویزیون هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر سره د دې ډلې د ویاند او ستر مرکچي ملاقات تائید کړی خو دا یې ندي ویلي چې په کومو موضوعاتو خبرې اترې شویدي.

په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسې حوثي شعیه یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې د اسرائیل او نورو سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي او هم یې په اسرائیل توغندي او ډرون الوتکې توغولي چې په ځواب کې اسرائیل دوه ځلې په یمن کې دننه ددې ډلې په مرکزونو بمباري کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدرانګه د خپل عماني سیال سید بدر البوسعیدي سره کتلي او د غزې او لبنان په وضعیت یې ورسره خبرې کړي چې اسرائیل پکې د حماس او حزب الله ډلو په خلاف جګړه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، اسماعیل باقري ویلي چې د دواړو هیوادونو تر ټولو جګپوړو دیپلوماتانو په غزې او لبنان کې د اسرائیل د رژیم لخوا د پیل شوي "نسل وژنې او تیري" پای ته رسیدل وغوښتل.

تر عمان وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراق ته تللی و او همدا تیره اوونۍ یې سعودي عربستان او قطر ته هم سفرونه کړي و چې هلته یې خبرې تر ډیره حده په غزې او لبنان کې د اوربند په هکله وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG