د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په یمن کې په هوایي برید کې څلور تنه وژلي دي


اسرائیلي چارواکو لا په برید کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ويلي.
اسرائیلي چارواکو لا په برید کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ويلي.

اسرائیل وایي یکشنبه سپټمبر ۲۹ ( تلې اتمه) یې په یمن کې د حوثي شیعه یاغیانو څو مرکزونه چې ایران یې تر شا ولاړ دی، هوایي بمبارد کړیدي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ په اعلامیې کې د مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویلي خو د حوثیانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې پدې هوایي بریدونو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپي شویدي.

د سیمې اوسیدونکو همدارنګه ویلی چې د هوایي بریدونو له کبله په ګڼو سیمو باندې برښنا پرې شوې. بریدونه د حدیدیه بندري ښار په څو برخو باندې شویدي.

د اسرائیل پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې هوایي بریدونو کې جنګي جیټ الوتکو او نورو الوتکو برېښنا کوټونه او یو بندر ویشتی دی.

دا په تیرو دوو میاشتو کې دویم ځل دی چې اسرائیل په یمن کې د حوثي یاغیانو په مرکزونو هوایي بمباري پداسې حال کې کوي چې د همدې تیرې جمعې په ورځ یې په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې مشر، حسن نصر الله او څو نور جګپوړي چارواکي په هوایي بریدونو کې ووژل.

حوثي یاغیانو د حسن نصر الله تر وژل کیدو وروسته په لبنان توغندي وار کړي و، او د اسرائیل پوځ وایي چې د همدې توغندیو بریدونو په ځواب کې یې په حوثیانو بریدونه کړي.

د همدې روان میلادي کال د جولای په میاشت کې هم اسرائیل وروسته تر هغه په حوثیانو بریدونه وکړل چې دې یاغیانو د اسرائیل په ستر ښار تل ابیب توغندي وار کړل او یو تن پکې ووژل شو.

د اسرائیل پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې حوثي شعیه یاغیان د تیرو دوو کالونو راهیسې د "ایران په لارښوونې او مالي مرستو، د عراق ملیشو سره په ګډه د اسرائیل په دولت بریدونه کوي، سیمه ایز ثبات کمزوری کوي او د کښتیو نړیوال تګ راتګ ګډوډوي".

سره لدې چې ایران د ډلې سره مرسته کول نه ردوي خو تل یې ټینګار دا دی چې دوي پخپلو فعالیتونو کې له تهران سره سلا مشورې نکوي.

په عین حال کې د حوثیانو ویاند محمد عبدالسلام د اکس په شبکې د اسرائیل هوایي بریدونو څخه وروسته ویلي چې ددې بریدونو له کبله دا ډله د لبنان او غزې سره خپله همکاري بنده نکړي.

ها خوا د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو، جمعه سپټمبر ۲۹ د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د وینا پر مهال وویل چې هیواد یې د "ترهګرو" او په ایران کې د هغوي د ملاتړ کوونکو پر ضد جګړې کې ګټونکی دی.

د اسرائیل مشر پخپلو خبرو کې ایران ته هم خبرداری ورکړ – هغه هیواد چې تور پرې دې په غزې کې د حماس، په لبنان کې د حزب الله او په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو تر شا ولاړ دی.

نیتنیاهو وویل، "د ایران مستبدینو ته یو پیغام لرم. که په مونږ برید وکړئ، په تاسو برید کوو. په ایران کې هیڅ داسې ځای نشته چې د اسرائیل اوږد لاس نشي ور رسیدلی".

سره لدې چې په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیلي ځواکونو جګړې پیل کیدو دا دی نږدې ۱۱ میاشتې کیږي او لا هم ټول برمته شوي کسان ندي خوشې شوي او حماس وسله وال لا هم د اسرائیل پر ضد جنګیږي، خو د اسرائیل مشر پخپلو کې وویل چې د هیواد ځواکونه یې په "خورا میړانه جنګیږي او په اتلولۍ سرښندنې ورکوي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG