د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس مشر وایي غزې کې اوږدې جګړې ته چمتو دي


د حماس سیاسي مشر یحیي سنوار دوشنبه سپټمبر ۱۶ ( وږي ۲۶) ویلي چې په سیمې کې د هغو متحدینو په ملاتړ چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د اسرائیل پر ضد جګړه د اوږدې مودې لپاره روانه ساتلی شي.

سنوار چې تیره میاشت د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه ځای ناستی وټاکل شو، په یمن کې حوثي شعیه یاغیانو ته په یو لیک کې لیکلي چې په غزې کې د اسرائیل پر ضد اوږدې جګړې ته یې ځان چمتو کړی.

د حماس سیاسي مشر دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په غزې کې څه باندې ۱۱ میاشتې کیږي چې د اسرائیل او ددې ډلې تر منځ خونړۍ جګړې کې شاوخوا ۴۰ زره کسان وژل شوي چې د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې ډیر یې میرمنې او ماشومان دي.

ښاغلي سنوار پدې لیک کې پرته لدې چې د اسرائیل یا بل کوم هیواد نوم یاد کړي، ګواښ کړی چې په غزې او سیمې کې د ایران سره تړلې ډلې به د "دښمن سیاسي اراده ماته کړي".

هغه په یمن کې حوثي یاغیانو او په لبنان کې د حزب الله ډلې ته په اشارې سره پدې لیک کې لیکلي، "تاسو سره زمونږ ګډې هڅې او په لبنان او عراق کې ډلو سره یو ځای به دا دښمن مات کړي او په ماتې به ورته ورکړي".

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې په لبنان کې د حزب الله ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، تقریباً هرځ ورځ په سرحدي سیمې کې په اسرائیل بریدونه کړي.

او په لبنان کې د حزب الله یو جګپوړي قوماندان، فواد شُکر وژل کیدو غچ اخیستو په ځواب کې د حزب الله ډلې په اسرائیل د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل چې د اسرائیل پوځ ویلي و ډیری توغندي او الوتکې شنډې شوې وې.


د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګلانت هم د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې په لبنان کې د حزب الله پر ضد جګړې کې د کموالي احتمال کمرنګ کیدونکی دی او یو ځل بیا داسې اندیښنه پیدا شوې چې ښایي په سیمې کې پراخه جګړه پیل شي.

په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثي یاغیانو تیره ورځ هم د اسرائيل د مرکزي سیمې اړوند موډین ښارګوټی په توغندیو وویشت چې ورسره په نړیوال هوايي‌ ډګر کې د هوايي‌ بریدونو د خطر زنګ ووهل شو.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ‌ د دې برید څخه وروسته د کابینې په غونډه کې دغه برید ته په غبرګون کې د پوځي ځواب ویلو خبرداری ورکړ،

نتانیاهو وویل: "حوثي یاغیان باید تر اوسه پوه شوي وي چې موږ ته د زیان رسولو د هرې هڅې په بدل کې به دروند تاوان وګالي، هرڅوک چې نصیحت ته اړتیا لري ورته د حدیده بندر ته بلنه ورکول کیږي."

د حوثي یاغیانو پوځي ویاند جنرال یحیی سريع ویلي چې دوی د پایتخت تل ابیب په جفه ښار کې د یو پوځي مرکز په نښه کولو لپاره د یو بالستیک توغندي برید کړی دی.

د توغندي په دغه برید کې د مرګ ژوبلې یا لوی زیان په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو د اسرائیل په رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې خلک د بن ګوریون نړیوال هوایی ډګر کې منډې وهي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG