د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې لسګونو زرو کسانو د حماس سره د اوربند غوښتنې لپاره مظاهرې کړي


په اسرائیل کې په سیمه ایز وخت یکشنبه شپه سپټمبر لومړۍ ( وږي ۱۱) پداسې حال کې لسګونو زرو خلکو د حماس ډلې سره د اوربند غوښتنې په خاطر مظاهرې وکړې چې په غزې کې د شپږو برمته شویو کسانو مړي وموندل شول.

مظاهره چیانو په لارو کوڅو کې د "اوس! اوس" نعرې وهلې او د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو له حکومت یې غوښتل چې د حماس ډلې سره د اوربند په هکله موافقه وکړي.

زرګونه کسان په بیت المقدس کې د نیتنیاهو دفتر مخې ته راټول شوي وو او په ستر ښار تل ابیب کې بیا مظاهره چیانو تابوتونه لیږدول چې په غزې کې د مړو شویو کسانو څرګندونه یې کوله.

په تل ابیب کې یو مظاهره کوونکي د اې پي خبري اژانس په سره په مرکې کې وویل چې د اسرائیل حکومت د برمته شویو کسانو ژوند لپاره نه بلکې د خپلې بقا په خاطر پریکړې کوي . دې مظاهره کوونکي زیاته کړه چې د همدې پیغام رسولو لپاره خلک لارو کوڅو ته وتلي دي.

پدې تیرو څه باندې ۱۱ میاشتو کې چې په غزې کې د اسرائیل–حماس تر منځ جګړه پیل شوې، دومره ډیرو کسانو د اسرائیل د حکومت پر ضد مظاهره نه وه کړې.

د اسرائیل په څو ښارونو کې لسګونو زرو کسانو پداسې وخت کې مظاهرې کړي چې د دې هیواد مشر یو ځل بیا وویل چې په غزې کې د شپږو برمته شویو کسانو د مړو پیدا کیدو وروسته به د حماس پر ضد جګړه سختوي.

ددې شپږو کسانو مړي د اسرائیل پوځ پیدا کړي او داسې ښکاري چې وسله والو هغوي ځکه وژلي دي چې د ځای ځایګي څرګندولو لپاره یې د اسرائیل دفاعي ځواکونه نږدې شوي و.

د دغو یرغمل شویو د جسدونو موندل د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پر ضد د پراخو اعتراضونو د پیلېدو لامل شوي او زیات شمیر اسرائیلیان صدراعظم نتنیاهو ګرم ګڼي چې د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره له حماس سره یو توافق ته په رسېدلو کې پاتې راغلی، چې روان لس میاشتینی جنګ پای ته ورسېږي.

نتنیاهو وویل اسرائیل د یرغمل شویو په وژنه کې د حماس ډله مسوله ګڼي او زیاته یې کړه چې دغې ډلې د سولې مذاکرات له خنډ سره مخ کړي‌ دي. هغه وویل: "هرڅوک چې یرغمل شوي کسان وژني، هغوی په غزه کې توافق [اوربند] نه غواړي. موږ به تاسې پیداکړو،‌ موږ به تاسې ونیسو او تاسې سره به خپل حساب پاک کړو. "

د اسرائیل د پوځ ویاند ډانیال هګاري هم په خبري کنفرانس کې وویل چې د لومړنیو معلوماتو داسې څرګندیږي چې دا یرغمل شوي کسان د حماس وسله والو لخوا ویشتل شویدي.

هګاري ویلي چې دا کسان د رفح ښارګوټي په جنوب کې یو تونل کې موندل شویدي.

د مظاهرو تر څنګ د اسرائیل د سوداګرۍ تر ټولو سترې اتحادیې غړیو ویلي چې د دوشنبې په ورځ به اعتصاب کوي چې د نیتنیاهو په حکومت اقتصادي فشار راوړي.

ټاکل شوې چې پدې اعتصاب کې به د بانکونو، روغتیایي خدماتو او د اسرائیل ستر هوایي ډګر وتړل شي او یا یې په فعالیت کولو تاثیر وکړي.

د اسرائیل د پوځ په وینا ټول شپږ یرغمل شوي کسان سیمې ته د اسرائیل د ځواکونو له رسېدو لږ وړاندې وژل شوي دي. حماس ویلي چې یرغمل شوي کسان د اسرائیل د پوځ په ډزو او بمبار کې وژل شوي دي.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي‌ د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل په دغو شپږو یرغمل شویو کې چې جسدونه یې موندل شوي‌ دي هغه کسان هم شامل وو چې ټاکل شوې وه له توافق وروسته له فلسطیني بندیانو سره یې تبادله وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG