د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان بن سلمان ته: پر غزه د اسرائیل بریدونه باید پای ته ورسول شي


رجب طیب اردغان او محمد بن سلمان
رجب طیب اردغان او محمد بن سلمان

د ترکیې جمهوري ریاست وايي چې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ سپټمبر اول (وږي ۱۱) د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په ټیلیفون خبرې کړي او پر غزې "د اسرائیل د بریدونو" د ختمولو لپاره یې د اسلامي هېوادونو له خوا د فشار پر راوستلو ټينګار کړی دی.

د ترکیې د جمهوري‌ ریاست د اعلامیې په اساس چې په ټولنیزې رسنۍ اکس باندې خپره شوې ده اردوغان یو ځل بیا اسرائیل د فلسطینانو پر "نسل وژنې"تورن کړی دی.

اردوغان چې د حماس ډلې یو له ملاتړو څخه دی د اسلامي‌ هېوادونو د ګډ اقدام اهمیت ته په اشارې وویل پر غزه "د اسرائیل بریدونه او د هغوی له خوا د بشري حقونو نقض" باید پای ومومي او هلته تلپاتې اوربند ټينګ شي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "ولسمشر اردوغان د اسرائيل له خوا د فلسطینیانو په خاوره کې په ځانګړې توګه په غزه کې د ترسره شويو جنګي جرمونو په وړاندې پر اسرائیل باندې د نړیوالې ټولنې د مخ په ډېرېدونکو فشارونو اهمیت رابرسېره کړ. "

خو اسرائیل تل ویلي چې د حماس تندلارې ډلې د بریدونو په وړاندې له ځان څخه د دفاع کولو حق لري او د حماس ډلې تر له منځه وړلو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

په غزه کې جنګ وروسته له هغې پیل شو چې د تېر عیسوي کال د اکتوبر په اوومه د حماس ډلې وسله‌والو پر اسرائیل برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا کابو ۱۲۰۰ کسان یې ووژل چې لویه برخه یې غیرنظامیان و او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

د حماس له برید وروسته اسرائیل خپل غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل. د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د اسرائيل په بریدونو کې تر اوسه له ۴۰ زرو زیات کسان وژل شوي، چې زیاته برخه یې د ښځو او ماشومانو په ګډون غیرنظامیان و او څه باندې ۹۲ زره نور ټپیان شوي دي.

په عین حال کې د اسرائیل پوځ نن وویل چې د یو اسرائیلي – امریکايي په ګډون یې د شپږو یرغمل شویو جسدونه په یو تونل کې موندلي دي.

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل: "هرڅوک چې یرغمل شوي کسان وژني، هغوی په غزه کې توافق [اوربند] نه غواړي. موږ به تاسې پیداکړو،‌ موږ به تاسې ونیسو او تاسې سره به خپل حساب پاک کړو. "

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په غزه کې د یو یرغمل شوي امریکايي ځوان وژل تائید کړ او ویې ویل: "هېڅ اشتباه ونکړئ، د حماس مشران به د دغه جنایت بیه ورکړي. "

هغه ټینګار وکړ چې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو پر سر یو توافق ته د رسېدلو هڅو ته به دوام ورکړي.

د اسرائیل د پوځ په وینا ټول شپږ یرغمل شوي کسان سیمې ته د اسرائیل د ځواکونو له رسېدو لږ مخکې وژل شوي دي. خو حماس ویلي چې شپږ یرغمل شوي کسان د اسرائیل د پوځ په ډزو او بمبار کې وژل شوي دي.

د دغه راپور په جوړولو کې د فرانسې خبري‌ اژانس او اسوشیتید پرس له راپورونو څخه استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG