د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې د شپږو یرغملو مړي موندل شوي؛ یو یې اسرائیلي-امریکايی دی


د اسرائيل پوځ وايي په غزې کې یې د شپږو نورو یرغمل مړي هم موندلي دي
د اسرائيل پوځ وايي په غزې کې یې د شپږو نورو یرغمل مړي هم موندلي دي

د اسرائيل پوځ وايي چې په غزې کې یې د شپږو نورو یرغمل شویو مړي هم موندلي دي. ولسمشر بايډن نن یکشنبه سپتمبر لومړۍ (سنبله ۱۱) تائید کړ چې په دوی کې یې یو اسرائيلي-امریکایی هرش ګولډبرګ-پولن دی.

جوبایډن په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «نن وختي د اسرائيل پوځ د رفح په غزې کې په یو تونل کې د شپږو هغو کسانو مړي موندلي چې حماس یرغمل کړي وو.»

هغه ویلي دي: «موږ اوس دا تائیدو چې یو یې یرغمل شوي امریکايي تبعه هرش ګولډبرګ-پولن و...». نوموړي د ګولډبرګ پولن وژل یوه تراژیدي او د ډېرې غندنې وړ وبلل. هغه زیاته کړې چې «د حماس مشران به د دغه جنایت بیه پرې کړي».

د اسرائیل پوځ د یکشنبې په ورځ سپتمبر لومړی (وږي ۱۱) وویل چې د غزې د رفح ښار په یو تونل کې یې د یو اسرائیلي-امریکايي ځوان په ګډون د شپږو یرغمل شویو جسدونه موندلي دي.

د هرش ګولډبرګ-پولین په نوم دغه اسرائيلي-امریکايي وروسته له هغې ډېر شهرت وموند چې مور او پلار یې د هغه د خوشې کولو لپاره د نړۍ له مشرانو سره ولیدل.

د دغو یرغمل شویو د جسدونو موندل د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پر ضد د پراخو اعتراضونو د پیلېدو لامل شوي او زیات شمیر اسرائیلیان صدراعظم نتنیاهو ګرم ګڼي چې د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره له حماس سره یو توافق ته په رسېدلو کې پاتې راغلی، چې روان لس میاشتینی جنګ پای ته ورسېږي.

نتنیاهو وویل اسرائیل د یرغمل شویو په وژنه کې د حماس ډله مسوله ګڼي او زیاته یې کړه چې دغې ډلې د سولې مذاکرات له خنډ سره مخ کړي‌ دي. هغه وویل: "هرڅوک چې یرغمل شوي کسان وژني، هغوی په غزه کې توافق [اوربند] نه غواړي. موږ به تاسې پیداکړو،‌ موږ به تاسې ونیسو او تاسې سره به خپل حساب پاک کړو. "

په همدې حال کې ولسمشر بايډن ټینګار وکړ چې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو پر سر یو توافق ته د رسېدو هڅو ته به دوام ورکړي.

د اسرائیل د پوځ په وینا ټول شپږ یرغمل شوي کسان سیمې ته د اسرائیل د ځواکونو له رسېدو لږ وړاندې وژل شوي دي. حماس ویلي چې یرغمل شوي کسان د اسرائیل د پوځ په ډزو او بمبار کې وژل شوي دي.

د حماس یو لوړپوړي چارواکي‌ د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل په دغو شپږو یرغمل شویو کې چې جسدونه یې موندل شوي‌ دي هغه کسان هم شامل وو چې ټاکل شوې وه له توافق وروسته له فلسطیني بندیانو سره یې تبادله وشي.

په عین حال کې نن سهار د اسرائیل د پولیسو درې افسران د اردن د سیند په لویدیځه څنډه کې ووژل شول. د اسرائیل صدراعظم وویل چې هېواد یې په ټولو جبهو کې له یو داسې «ظالم دښمن» سره جنګېږي چې «غواړي‌ موږ ټول ووژني».

د حماس ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی خو په یوې اعلامیه کې یې هغه د «مقاومت اتل عملیات» یاد کړي دي.

په غزه کې جنګ وروسته له هغې پیل شو چې د حماس وسله والو د تېر عیسوي کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ. په دغه برید کې د اسرائیلي چاراکو د معلوماتو له مخې، کابو ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

اسرائیل د حماس د برید په ځواب کې پر غزې باندې پراخ بریدونه پیل کړل، چې د درنې مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې د غزې ښار لویه برخه ویجاړه کړه او د دغه ښار زیات شمېر اوسېدونکي د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ کړل.
د حماس د ډلې تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دغه جنګ کې له ۴۰ زرو زیات کسان چې زیاتره یې ملکي وګړي و وژل شوي او څه باندې ۹۲ زره ټپیان شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG