د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن منځني ختیځ ته د سفر په پای کې د اوربند په ژر تر ژره کېدو ټینګار کړی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته سفر پای ته ورساوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته سفر پای ته ورساوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سه شنبې اګست ۲۰ (زمري ۳۰) ناوخته منځني ختیځ ته خپل نهم سفر پای ته ورساوه او ویې ویل چې اسرائیل او حماس باید ژر تر ژره د اوربند لپاره یوې موافقې ته ورسیږي.

بلینکن د قطر پلازمینې دوحې ته له تللو مخکې وویل: "وخت حساس دی ځکه چې د هرې ورځې په تیریدو سره د یرغمل شویو کسانو ژوند په خطر کې لویږي."

هغه زیاته کړه: "وخت ځکه مهم دی چې هره ورځ په غزه کې ښځې، ماشومان او نارینه په داسې جګړه کې د کافي خوراکي توکو او درملو له کمښت او د ټپي کیدو یا مړینې له خطر سره مخامخ دي چې دوی نده پیل کړې. وخت مهم ځکه دی چې د هرې ورځې په تیریدو سره په سیمه کې د کړکېچ خطر زیاتیږي."

بلینکن ددې اونۍ په پیل کې اسرائیل ته د سفر په مهال وویل چې بنیامین نتنیاهو د متحده ایالاتو ، قطر او مصر د مذاکره کونکو لخوا وړاندې شوی د سولې وړاندیز منلی دی. بلینکن همدارنګه په قاهره او دوحه کې له چارواکو سره وکتل.

هغه وویل: "موږ هره ورځ له اسرائیل سره په مذاکره بوخت یو، زموږ قطري او مصري ملګري له حماس سره په خبرو بوخت دي، او په راتلونکو ورځو کې به موږ د هر هغه څه هڅه کوو چې ممکنه وي، ترڅو حماس د وړاندې شوي وړاندیز سره هوکړه وکړي، او ډاډ ترلاسه شي چې دواړه خواوې د وړاندیز د پلي کولو او وړاندې تګ په اړه له اړینو توضیحاتو سره توافق وکړي."

حماس او اسرائیل دواړو ښودلې چې د متحده ایالاتو په ملاتړ وړاندیز له مختلفو اړخونو سره توافق نلري او پدې اړه تړون د تل په څېر لیرې ښکاري.

حماس په یو تازه بیان کې ویلي چې وروستی وړاندیز د هغه څه "برعکس" دي چې مخکې یې ورسره موافقه کړې وه او متحده ایالات یې تورن کړي چې د اسرائیل "نویو شرایطو" ته یې غاړه ایښې ده.

په عین حال کې، نتنیاهو په غزه کې د یرغمل شویو خپلوانو ته وویل چې یو مهم هدف دا دی چې "د کور دننه او بهر د سترو فشارونو په وړاندې زموږ د ستراتیژیکو امنیتي شتمنیو ساتنه وکړي."

هغه د غزې او مصر پولې ته څیرمه د صفري نقطې سیمې د "قبضه کولو" یادونه وکړه چې اسرائیل یې د "فلاډلفيا دهلیز" بولي او حماس او مصر دواړه په دغه سیمه کې د اسرائیل د موجودیت مخالفت کوي.

د متحده ایالاتو یو لوړ پوړي چارواکي وروسته وویل چې د نتنیاهو "دا ډول څرګندونې د اوربند تړون د ممکن کولو لپاره رغنده نه دي."

بلینکن لومړی د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره ددغه هېواد په العالمین کې د هغه د دوبي په ماڼۍ کې وکتل. وروسته په یو بیان کې، السیسي وویل، که د مدیترانې سمندر په اوږدو کې تاوتریخوالی ختم نشي، د اسرائیل او حماس بحران به په پراخه سیمه ایزه شخړه بدل شي.

د مصر ولسمشر وویل: "هغه وخت رارسیدلی چې روانه جګړه پای ته ورسوو، له حکمت څخه کار واخلو او د سولې او ډیپلوماسۍ ژبه وکاروو."

السیسي خبرداری ورکړ چې ټولې خواوې باید "د پراخې سیمه ایزې جګړې له خطر" څخه وېره ولري چې د نوموړي په خبره، دا ډول جګړه به "له تصور څخه بیرون وي."

د مصر ولسمشر ټینګار وکړ چې په غزه کې اوربند باید د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو او د دوو دولتونو د حل لارې د پلي کېدو پیلامه وي، ځکه چې د هغه په خبره، دا کار په سیمه کې د بنسټیز ثبات ضمانت کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني بلینکن ته ویلي چې هېواد یې د مصر او امریکا په ګډون د غزې د اوربند په خبرو کې د منځګړیتوب رول ته ژمن دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قطر به د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د اسرائيل او حماس جګړه د اکتوبر په اوومه د حماس اورپکو له خوا پر اسرائيل باندې د تروريستي بريد وروسته پيل شوه چې له امله يې ١٢٠٠ تنه ووژل شول او ٢٥٠ نور يرغمل شول.

په غزه کې د حماس پر ضد د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې د حماس د روغتیايي چارواکو په وینا، تر ۴۰ زره زیات فلسطینیان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي. د اسرائیل پوځ وايي په وژل شویو کې د حماس په زرګونو جنګیالي هم شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG