د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پر اسرائیل د حزب الله برید ستایلی


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني

ایران دوشنبې اګست ۲۶ (وږي پنځمه) پر اسرائیل باندې د لبنان د حزب الله ډلې له خوا د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید وستایه او ویې ویل چې د سیمه ایز تاوتریخوالي د زیاتیدو په ترڅ کې اسرائیل د دغه ډول بریدونو د مخنیوي توان له لاسه ورکړی دی.

د حزب الله مشر حسن نصرالله د یکشنبې په ورځ وویل، په دغه پراخ برید کې "د اسرائیل د استخباراتو مرکزي اډه، ګیلوت" په نښه شوې ده. ایران د حزب الله ډلې ملاتړ کوي.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې تاسیساتو ته یې زیان نه دی رسیدلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په ایکس شبکه کې لیکلي: "صهیونیست رژیم د لبنان د حزب الله د عملیاتو په باره کښې د ځینو حقایقو د پټولو، تحریفولو یا سانسور کولو توان لري، خو په دې ښه پوهیږی چې حقایق نه بدلیږي."

ویاند زیاته کړې: "د اسرائیل تروریستي پوځ د اغیزمن برید او مخنیوي ځواک له لاسه ورکړی او اوس باید د ستراتیژیکو بریدونو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي."

کنعاني یادونه وکړه چې د حزب الله بریدونه "اشغال شویو سیمو ته پراخ شوي دي." هغه ادعا وکړه چې په سیمه کې د اسرائیل په زیان په "ستراتیژیک توازن کې بنسټیز بدلونونه" راغلي دي.

کنعاني همدارنګه اسرائیل ته د متحدو ایالتونو په "هر اړخیز" ملاتړ نیوکه وکړه چې له دې ملاتړ سره سره اسرائیل د حزب الله د بریدونو "د وخت او ځای په معلومولو" کې پاتې راغلی دی.

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قلیباف د یکشنبې په ورځ وروستی برید له حزب الله سره د ۲۰۰۶ په جګړه کې د اسرائیلي ځواکونو له "ماتې" سره پرتله کړ.

هغه په ایکس شبکه کې لیکلي: "د رژیم د نن ورځې ماتې د ۲۰۰۶ په عملیاتو کې د ماتې سره مساوي وه، او دوی نشي کولی دا ماتې پټه کړي."

اسرائیل د یکشنبې په ورځ پر لبنان هوايي بریدونه پیل کړل او ویې ویل چې د حزب الله "زرګونه" توغندي یې له منځه وړي او یو لوی برید یې شنډ کړی دی.

حسن نصرالله په یوه تلویزیوني وینا کې وویل چې د هغه ډلې په دوو پړاوونو کې برید ترسره کړی، چې په لومړي پړاو کې یې په شمالي اسرائیل او د ګولان په لوړو کې پر ۱۱ پوځي پوستو "۳۴۰ کاتیوشا راکټونه" توغولي دي.

په غزه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اکتوبر په اوومه د جګړې د پیل راهیسې، اسرائیل او لبنان نږدې هره ورځ پر یو بل د توغندیو بریدونه کړي دي.

په تهران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه او په لبنان کې د حزب الله قوماندان فواد شکر له وژل کېدو وروسته د پراخې سیمه ایزې جګړې د پیل کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

اسرائیل د هنیه د وژل کېدو په اړه څه ندي ویلي خو د شکر د وژلو مسئولیت یې اخیستی دی.

حزب الله خپل د یکشنبې برید د شکر وژلو ته " لومړنی غبرګون" بللی، خو د حسن نصرالله له وینا څخه داسې څرګنده شوې چې ددې ډلې غبرګون پای ته رسېدلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG