د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي استازی: په غزې کې د اوربند لپاره د وخت ضایع کولو فرصت نشته


د امریکا ځانګړی استازی اموس هوچسټین
د امریکا ځانګړی استازی اموس هوچسټین

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي اموس هوچسټین چهارشنبې اګست ۱۴ (زمري ۲۴) د لبنان پلازمینې بیروت ته له رسېدو وروسته خبرداری ورکړ چې په غزې کې د اوربند لپاره فرصت له لاسه وځي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ ممکنه اوربند ښايي د اسرائیل او لبنان پر پوله باندې له حرب الله سره د توغندیو تبادله هم پای ته ورسوي چې د تیرو لسو میاشتو راهیسې تقریبا هره ورځ رامنځته کیږي.

هوچسټین په داسې حال کې بیروت ته رسېدلی چې ټاکل شوې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند خبرې اترې سبا بیا پیل شي. لوړپوړي ډیپلوماتان هڅه کوي چې په ټوله سیمه کې د یوې پراخې جګړې مخه ونیسي. ایران خبرداری ورکړی چې د حماس او حزب الله د مشرانو د وژل کېدو غچ اخلي.

هوچسټین په بیروت کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هغه او د لبنان د پارلمان رئیس نبیه بري چې د حزب الله متحد دی، "د غزې د اوربند د تړون لپاره د یو چوکاټ په اړه بحث وکړ، او هغه او ما موافقه وکړه چې د ضایع کولو لپاره نور فرصت او د خبرو ځنډولو هیڅ معقول عذر نشته."

هوچسټین وویل: "دا تړون به په لبنان کې هم د یو ډیپلوماتیک حل لارې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي او د پراخې جګړې مخه به ونیسي. موږ باید له دې فرصت څخه د یوې ډیپلوماتیکې حل لارې په توګه ګټه واخلو."

د تیرې میاشتې په وروستیو کې، د اسرائیل په یو برید کې د حزب الله جګپوړی قوماندان فواد شکر د بیروت په جنوب کې ووژل شو، چې د دې ډلې مرکز بلل کیږي. له هغه څو ساعته وروسته د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې په یو برید کې ووژل شو چې پړه یې پر اسرائیل اچول شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG