د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د احتمالي برید د مخنیوي لپاره د امریکا جنګي الوتکې منځني ختیځ ته ورسېدې


د امریکا الوتکې
د امریکا الوتکې

د امریکا د متحدو ایالتونو نوي پوځي امکانات منځني ختیځ ته ورسېدل چې د ایران او د دغه هېواد د نیابتي ډلو د احتمالي بریدونو په وړاندې د اسرائیل دفاع وکړي.

د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د رپټور اف-۲۲ جنګي الوتکې یې د پنجشنبې په ورځ اګست اتمه (زمری۱۸) منځني ختځ ته ورسېدې. دغې قومندانۍ د دغو جنګي الوتکو تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي ‌دي.

په خبر کې راغلي دي چې دا جټ الوتکې «په سیمه کې د متحدو ایالتونو په ځواکونو کې د تغیراتو یوه برخه ده چې د ایران او د هغه د نیابتي ډلو له لوري په سیمه کې د احتمالي تشدد د زیاتوالي مخه» ونیسي.

د پنټاګون د ویاند مرستیالې سبرینا سنګ خبریالانو سره په خبرو کې د دغه اقدام ننګه وکړه. هغې وویل: «دوی یو ارزښتناک دفاعي چوکاټ کېدای شي.» هغې وویل چې دا الوتکې نور امکانات زیاتوي چې قومندانانو ته ډېر انتخابونه په لاس ورکړي.

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو او همدغه راز په لبنان کې د اسرائیل په برید کې د حزب الله د یو مشر فواد شکر له وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې د شخړې امکانات زیات شوي دي.

د حزب الله ډلې او ایران حکومت د هنیه او شکر د وژلو د غچ اخیستو ژمنې کړې دي.

د جمعې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په سیمه کې د مېشتو امریکایي ځواکونو او اسرائيل د دفاع لپاره به منځني ختیځ ته نور پوځي دفاعي امکانات او ظرفیتونه استوي.

د امریکا د دفاع وزارت د ویاندې مرستیالې، سبرینا سینګ وویل چې د دغو اضافي تجهیزاتو ځای په ځای کول د ایران او د دغه هېواد د ملاتړو تندلارو ډلو د ګواښونو ځواب دی. هغې وویل چې دا اقدامات دفاعي دي او د «مخنیوي» پیغام لېږدوي.

څو ورځې مخکې پنټاګون په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې په دغو تجهیزاتو کې به نوې الوتکې او جنګي بېړۍ وي.

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د شخړې د امکاناتو په زیاتېدو سره، د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو په لبنان کې خپلو اتباعو ته ویلي چې له هغه هېواد څخه ووځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG