د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني خپلو هیوادوالو ته: انتظار مه باسئ، سمدستي له لبنان څخه ووځئ


د بیروت د نړیوال هوایي ډګر یوه څنډه
د بیروت د نړیوال هوایي ډګر یوه څنډه

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۷) خپلو هیوادوالو ته چې په لبنان کې ژوند کوي خبرداری ورکړ چې د احتمالي عملیاتو په اړه اوازو ته له پاملرنې پرته چې دوی ته یې د "امنیت غلط احساس" ورکړی، ژر تر ژره له لبنان څخه ووځي.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند پدې بیان سره چې اوس له لبنان څخه د وتلو وخت رارسیدلی، له جرمنانو څخه وغوښتل چې د خپلو وتلو پلان جوړ کړي، حتی که د ترکیې له لارې د سفر کولو په معنی او یا د هوا له لارې په لوړ قیمت الوتنې وي.

په همدې حال کې د جرمني د دفاع وزارت ویاند په منځني ختیځ کې د جګړې د زیاتیدو په صورت کې د جرمني اتباعو د احتمالي ایستلو لپاره د دغه هیواد د چمتووالي په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په منځني ختیځ کې د کړکیچ په شدت سره د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ له خپلو اتباعو څخه وغوښتل چې اسرائیل ته له سفر کولو ډډه وکړي. دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په لبنان کې له میشتو جاپانیانو څخه وغوښتل چې له دې هیواد څخه ووځي.

تر دې دمه متحده ایالاتو او بریتانیا هم له خپلو اتباعو څخه غوښتي وو چې ژر تر ژره له لبنان څخه ووځي.

په بیروت کې د امریکا سفارت په یو بیان کې لبنان ته د اکثرو نړیوالو پروازونو لغو کیدو ته په اشارې هغو امریکايي اتباعو ته چې له لبنان څخه د وتلو اراده لري، سپارښتنه کړې چې هر ډول د لاسرسي وړ ټکټ "حتی که سکمدستي پرواز هم ونه شي او یا هم د خوښې وړ مسیر ته الوتنه هم نه وي" واخلي او له لبنان څخه ووځي.

په بیت المقدس کې د امریکا سفارت د جمعې په ورځ په اسرائیل کې میشتو امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړ چې "په سیمه کې امنیتي شرایط پیچلي دي او په چټکۍ سره بدلون موندلی شي". په دغه خبرداری کې ویل شوي چې د سیمه ییز تاوتریخوالي د زیاتیدو او اسرائیل ته د الوتنو د لغوه کیدو د احتمال له کبله باید ژر تر ژره له دغه هیواد څخه د وتلو پلان جوړ کړي.

د برتانیا حکومت د شنبې په ورځ په لبنان کې د بریتانوي اتباعو څخه وغوښتل چې په منځني ختیځ کې د "وضعیت د چټک خرابیدو" احتمال په پام کې ونیسي او سمدستي دا هیواد پریږدي. په بیان کې ویل شوي چې په بیروت کې د بریتانیې د سفارت د کارکوونکو د ملاتړ لپاره نور کارکوونکي لبنان ته استول شوي دي.

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته او تر هغه مخکې په بیروت کې د اسرائیل په یو هوايي برید کې د لبنان د حزب الله د جګپوړي قوماندان فواد شکر وژل کېدو وروسته، تهران او د حزب الله ډلې چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنه ده د اسرائیل څخه د "سخت غچ" اخیستلو ژمنه کړې ده.

خو د امريکا په ګډون لوېديځو هېوادونو ټولې خواوې هڅولې چې له زغمه کار واخلي او له تاوتريخوالي ډډه وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG