د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې د توغندي په برید کې امریکایي سرتيري ټپي شوي


آرشیف
آرشیف

امریکایي چارواکي وایي په عراق کې د عین الاسد په نظامي اډې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه پکې دیره دي، دوشنبه اګست پنځمه ( زمري ۱۵) د توغندي یو برید کې ګڼ شمیر امریکایي سرتیري ټپي شویدي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یو ویاند ویلي چې د توغندي پدې "مشکوک برید" کې چې امریکایي او ائتلافي ځواکونو باندې شوی، د لومړنیو معلوماتو له مخې ګڼ شمیر امریکایي نظامیان ټپي شويدي خو دا یې ونه ویل چې دا سرتیري کاري که برسیرن ژوبل شویدي.

ویاند زیاته کړه، " د اډې پرسونل تر برید وروسته د زیان ارزونه کوي او د نورو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته به جزیات خپاره شي". دې امریکایي چارواکي دا هم ونه ویل چې څومره سرتیري ټپي شویدي.

په عین حال کې سپینې ماڼۍ ویلي چې د برید په هکله جمهور رئیس جو بایډن او مرستیالې کاملا هریس ته معلومات ورکړل شویدي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې ښاغلي بایډن او میرمن هریس د هغو اقداماتو په هکله خبرې وکړلې چې "مونږ یې د خپلو ځواکونو د دفاع او زمونږ د پرسونل پر ضد د هر ډول برید د مخنیوي لپاره په هر ځای کې چې وې غواړو او په هرې بڼې چې وي، کوو یې".

امریکایي چارواکو دا ندي ویلي چې په نظامي اډې څو توغندي وار شوي خو بل پلو په عراق کې یوې نظامي سرچینې مطبوعاتو ته ویلي چې پدې نظامي اډې ګڼ شمیر توغندي وار شوي او تر څنګ یې دا هم ویلي چې څو توغندي په اډې کې دننه او یو یې اډې سره نږدې په یو کلي لګیدلی چې زیان نلري.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې او د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو او عراقي چارواکو یې هم ملامتي په چا نده اچولې.

خو د ایراني پلوو ملیشو یو قوماندان د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د عین الاسد په نظامي اډې دوه توغندي ور شوي. هغه دا ندي ویلي چې توغندي چا وار کړیدي. سره لدې چې په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو دا ډول بریدونه پخوا هم وخت ناوخته کیدل خو په غزې کې تیر کال د حماس پر ضد د اسرائیل جګړې پیل کیدو راهیسې دا بریدونه ډیر شوي.

متحده ایالاتو تیره اوونۍ هم په عراق کې د " خپل ځان دفاع" په خاطر د حشد الشعبي ملیشو په یو مرکز برید کړی و.د دې برید څخه وړاندې د عین الاسد په نظامي اډې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه پکې دیره دي، ګڼ شمیر توغندي وار شول.

دا د روان میلادي کال د فبروري میاشتې راهیسې چې په اردن کې د امریکا په یوې نظامي اډې باندې د ډرون الوتکې برید وشو او درې سرتیري پکې ووژل شول، او امریکا یې په ځواب کې په عراق او سوریې کې د ایراني پلوو ملیشو ۸۵ اهداف وویشتل، لومړی ځل و چې امریکایي ځواکونه یو ځل بیا په عراق کې هوایي برید وکړ.

په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې له امله په منځني ختیځ کې د سیمه ایز تاوتریخوالي له زیاتېدو سره په منځني ختیځ کې، په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې، د متحده ایالاتو په سرتیرو باندې نږدې ۲ سوه د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

د ایران په ملاتړ د اورپکو ډلو اتحاد (د عراق اسلامي مقاومت) د ډیری دغو بریدونو مسئولیت اخیستی او ویلي یې دي چې دا بریدونه یې په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو لپاره کړي دي.

په امریکایي سرتیرو دا برید داسې مهال کیږي چې په منځني ختیځ کې وار د مخه په تهران کې د حماس سیاسي مشر وژل کیدو له کبله د جګړې پراخیدو اندیښنې پیدا شویدي.

ایران او حماس دواړو ویلي چې د اسماعیل هنیه غچ له اسرائیل اخلي او متحده ایالاتو بیا منځني ختیځ ته د خپل پرسونل او اسرائیل د دفاع لپاره جنګي کښتۍ او جنګي جټ الوتکې استولې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG