د لاس رسي وړ اتصالات

عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پر اډو بریدونه شوي


د عراق په انبار ولایت کې د عین الاسد پر پوځي اډې له دې وړاندې هم بریدونه شوي دي.
د عراق په انبار ولایت کې د عین الاسد پر پوځي اډې له دې وړاندې هم بریدونه شوي دي.

په عراق او سوریه کې د جمعې په ورځ جولای ۲۶ (زمري پنځمه) او یوه ورځ وړاندې پر هغو پوځي اډو باندې توغندي وار شوي چې د جهادي ډلو خلاف د امریکا په مشرۍ ایتلافي خواکونه پکې میشت دي.

مقاماتو او د جګړې د څار یوې موسسې ددغو بریدونه خبر ورکړی دی.

په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل کېدو په سر کې دا ډول بریدونه معمول وو خو په وروستیو وختونو کې تقریبا په بشپړ ډول درېدلي وو.

د عراق یو امنیتي مقام وویل چې ددغه هېواد د انبار په ولایت کې د عین الاسد "اډې ته څېرمه څلور توغندي لګېدلي دي." بل مقام وویل چې څلور توغندي او یوه بې پیلوټه الوتکه د اډې محوطې ته څېرمه غوځېدلي دي.

د متحده ایالاتو یو چارواکي وویل، د لومړنیو راپورونو په اساس، په برید کې د اډې دباندې ساحې لګېدلي او مرګ ژوبله نده پېښه شوې.

دغو ټولو مقاماتو د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړي ځکه چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نلري.

بل خوا په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، لږ تر لږه یو توغندی د دغه هیواد ختیځ په دیرالزور ولایت کې د کونوکو د ګازو لرونکې سیمه کې د ایتلاف یوې اډې ته نږدې لګېدلی دی.

دا ډله وايي، په سیمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري.

دې څارونکې ډلې، چې د معلوماتو لپاره په سوریه کې دننه پر سرچینو تکیه کوي، وویل چې دا توغندی د "ایران پلوه ملیشو تر کنټرول لاندې سیمو" څخه توغول شوی.

په سمدستي توګه د دواړو بریدونه مسئولیت چا په غاړه نه ده اخیستې.

په عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو په وروستیو میاشتو کې د امریکا په مشرۍ پوځیانو باندې بریدونه تر ډېره درولي دي.

وروستی برید په عراق کې د جهادي ډلو ضد نړیوال ایتلاف د راتلونکي په اړه په واشنګټن کې د عراقي او امریکايي چارواکو تر منځ د روانې اونۍ له امنیتي غونډې وروسته کېږي. د ایران ملاتړ لرونکو ډلو له عراق څخه د ایتلافي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل: "پلاوي د دوه اړخیزو امنیتي اړیکو د نوي پړاو په اړه تفاهم ته ورسیدل چې د ارتباطي افسرانو له لارې همکاري، روزنه، او د دودیزو امنیتي همکاریو پروګرامونه به پکې شامل وي."

د جولای په ۱۶مه هم دوو بې پیلوټه الوتکو د عین الاسد اډه په نښه کړه، چې یوه یې د اډې دننه وچاودله خو ملي او یا ځاني زیان پېښ نشو. په بغداد کې یو جګپوړي امنیتي چارواکي هغه مهال وویل، دا برید په واشنګټن کې د امنیتي غونډې په ترڅ کې د عراق د حکومت د "شرمولو" لپاره شوی و.

په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې له امله په منځني ختیځ کې د سیمه ایز تاوتریخوالي له زیاتېدو سره، د دریو میاشتو په ترڅ کې، په منځني ختیځ کې، په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې، د متحده ایالاتو په سرتیرو باندې لږ تر لږه ۱۷۵ د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

د ایران په ملاتړ د اورپکو ډلو اتحاد (د عراق اسلامي مقاومت) د ډیری دغو بریدونو مسئولیت اخیستی او ویلي یې دي چې دا بریدونه یې په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو لپاره کړي دي.

د جنورۍ په میاشت کې د اردن پر یوې پوځي اډې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې چې پړه یې پر دغو ډلو اچول شوې، درې امریکایي سرتیري ووژل شول. په ځواب کې امریکايي ځواکونو د تهران په ملاتړ د اورپکو ډلو پر ضد پراخ بریدونه پیل کړل.

له هغه وخت راهیسې په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو باندې بریدونه تر ډیره بند شوي دي.

بغداد په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د ماموریت د راتلونکي په اړه له واشنګټن سره د خبرو اترو په ترڅ کې د کړکیچ د کمولو په لټه کې دی.

د امریکا پوځ د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې، په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ او په سوریه کې ۹۰۰ سرتیري لري.

دغه ایتلاف په ۲۰۱۴ کال کې د حکومت په غوښتنه عراق ته لاړ چې د اسلامي دولت (داعش) ډلې په وړاندې په جګړه کې مرسته وکړي، چې د عراق او ګاونډي سوریه پراخه برخه یې نیولې وه.

د داعش پاتې شوني اوس هم په عراق او سوریه کې بریدونه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG