د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې په نظامي اډې برید کې امریکایي او عراقي سرتیرې ژوبل شوي


د عراق انبار دښتې کې د عین الاسد نظامي اډه چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه پکې دیره دي.
د عراق انبار دښتې کې د عین الاسد نظامي اډه چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه پکې دیره دي.

امریکایي چارواکو شنبه جنوري ۲۰ (مرغومي ۳۰) ویلي چې په عراق کې د عین الاسد په نظامي اډې کې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه پکې دیره دي، د امریکا یو شمیر سرتیري برسیرن ژوبل شوي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې ایراني پلوو وسله والو د عراق په لویدیځ کې پدې نظامي اډې څو بالاستیک توغندي وار کړي.

د دې قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي چې برید د بغداد په وخت د ماښام په ۶ بجو او ۳۰ دقیقو شوی.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې د دې نظامي اډې هوایي دفاع سیستم ګڼ شمیر سرګلولې شنډې کړي خو ځیني یې چې شمیر یې ندی معلوم، په اډې کې دننه لګیدلي دي.

د مرکزي قوماندانۍ په اعلامیې کې ویل شوي، " د یو شمیر امریکایي پرسونل ارزیابي روانه ده چې معلومه شي ذهني ټکان یې لیدلی که نه. لږ تر لږه د عراق یو سرتیری ټپي شوی".

د متحده ایالاتو د حکومت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د برید په هکله ارزیابی لا نده بشپړه شوې او دا یې هم ویلي چې ښایي په برید کې د بالاستیک مزایلو او یا نورو توغنديو څخه کار اخیستل شوی وي چې په ارزیابۍ کې به څرګنده شي.

امریکایي او عراقي چارواکو ویلي چې بریدونه د عراق څخه دننه پدې هوایي اډې شوي.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو او ګټو بریدونه ډیر شوي. چارواکي وایي چې د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې په عراق کي په امریکایي ځواکونو ۵۸ او په سوریې کې ۸۳ ځلې بریدونه شوي.

د توغنديو او ډرون الوتکو دا بریدونه هغه ملیشې کوي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

امریکا په سوریې کې ۹۰۰ او په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې د سیمه ایزو ځواکونو سره مرسته کوي تر څو پرې نږدې د اسلامي دولت یا داعش ډله پدې هیوادونو کې بیا سر راپورته کړي.

عراق په ژوره توګه اندیښمن دی چې داسې نشي دا هیواد د متحده ایالاتو، اسرائیل او ایران تر منځ د جګړې په ډګر بدل نشي.

د اسرائیل او حماس د جګړې له امله په سیمه کې د روان تاوتریخوالي په لړ کې، د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني د همدې روانې جنوري میاشتې په ۱۸ مې یو ځل بیا ‍د ورانکارو ډلو پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له ځواکونو وغوښتل چې له عراق څخه ووځي.

هغه د سویس د داووس ښار په نړیوالې اقتصادي غونډې کې د وینا پر مهال وویل: "د نړیوال ایتلاف د ماموریت پای ته رسېدل د عراق د امنیت او ثبات لپاره یوه اړتیا ده... دا د عراق او ایتلافي هیوادونو ترمنځ د رغنده دوه اړخیزو اړیکو د ساتلو لپاره هم یوه اړتیا ده."

سوداني، چې حکومت یې د ایران پلوه ګوندونو پر ملاتړ تکیه لري، په وروستیو اوونیو کې په وار وار ویلي چې دی غواړي بهرني ځواکونه له عراق څخه ووځي.

د عراق صدراعظم دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې امریکا د اکتوبر له نیمايي راهیسې په عراق کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ضد جګړه کې، پر امریکايي او نورو ایتلافي ځواکونو د بریدونو په ځواب کې، پر ایران پلوه ډلو بریدونه کړي دي.

خو د دې ټولو سره سره، د متحده ایالاتو ددفاع وزارت یا پنټاګان ویلي چې د عراق څخه د وتلو په هکله ورته د عراق د حکومت لخوا په رسمي توګه څه ندي ویل شوي او وایي چې امریکایي سرتیري د عراق حکومت په بلنې دې هیواد ته تللي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG