د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عراق کې د ایراني پلوو ملیشو مرکزونه ویشتي دي


د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیوډ آسټن سه شنبه جنوري ۲۳ ( سلواغې ۳) وویل چې امریکایي ځواکونو په عراق کې د هغو ملیشو مرکزونه چې ایران یې تر شا ولاړ دی، پدې هیواد او سوریې کې په امریکایي ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې ویشتي دي.

د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې د ښاغلي آسټن له قوله ویل شوي چې امریکایي ځواکونو په عراق کې د کتایب حزب الله او نورو ملیشو ډلو چې د ایران له ملاتړه برخمنې دي، په دریو تاسیساتو "ضروري او مناسب هوایي بریدونه کړي".

د متحده ایالاتو دې جګپوړي نظامي چارواکي ویلي چې دا "دقیق بریدونه" په مستقیمه توګه په عراق او سوریې کې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو د هغو ملیشو د یو لړ بریدونو په غبرګون کې شوي چې ایران یې ملاتړ کوي.

په اعلامیې کې راغلي: "مونږ په سیمې کې د جګړې شدت نغواړو خو د خپل ولس او تاسیساتو د خوندیتوب لپاره د نورو اقداماتو کولو لپاره په بشپړه توګه چمتو یوو".

په عین حال کې د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ بیا ویلي چې پدې بریدونو کې د کتایب حزب الله مرکزي قوماندانۍ، وسلتون او روزنې مرکزونه په نښه شوي چې د توغنديو، مزایلو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو لپاره ترې کار اخیستل کیده.

سره لدې چې امریکایي چارواکو تر اوسه څه ندي ویلي چې آیا پدې هوایي بمباریو کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې که نه خو د عراق یو امنیتي چارواکي او د حشد الشعبي نیمه پوځي ځواکونو یو مشر ویلي چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شویدي.

دې سرچینو ویلي چې بریدونه د حزب الله لوا په غړیو شوي چې د حشد الشعبي ملیشو برخه ده او ایران یې ملاتړ کوي.

په عراق کې دا بریدونه ښایي په امریکایي ځواکونو فشار لا ډیر کړي ځکه وار د مخه ترې غوښتل شوی چې دا هیواد دې پریږدي. ددې برید څخه یوازې څو ورځې وړاندې د عراق په لویدیځ کې په یوې نظامي اډې چې امریکایي او ائتلافي ځواکونه پکې دیره دي، د بالسټیک توغنديو برید وشو چې د متحده ایالاتو دفاع وزارت یې ملامتي په ایراني پلوو ملیشو واچوله.

پنټاګان وایي د حماس – اسرائیل جګړې پیل کیدو راهیسې په سوریې او عراق کې په امریکایي او ائتلافي ځواکونو تر ۱۵۰ ډیرې بریدونه شوي. امریکایي ځواکونو د دې بریدونو په غبرګون کې په دواړو هیوادونو کې هوایي بمبارۍ او نور بریدونه کړي.

متحده ایالات په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ سرتیري لري چې د سیمه ایزو ځواکونو سره همکاري کوي تر څو د اسلامي دولت یا داعش ډله پرې نښودل شي یو ځل بیا پدې هیوادنو کې سر راپورته کاندي.

خو د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني څه موده وړاندې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو څخه غوښتي و چې دا هیواد پریږدي. ها خوا بیا پنټاګان ویلي چې تر اوسه په رسمي توګه ترې داسې کومه غوښتنه نده شوې.

په امریکایي ځواکونو نور بریدونه

امریکا په عراق کې د ایراني پلوو ملیشو مرکزونه داسې مهال ویشتي چې د سه شنبې په ورځ د عراق په یوې نظامي اډې چې امریکایي ځواکونه پکې دیره دي، د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څو بریدونه وشول.

د متحده ایالاتو یو پوځي چارواکي پرته لدې چې پوره جزیات ورکړي، ویلي چې د ډرون پدې بریدونو کې نظامي اډې ته زیان رسیدلی او څو تنه پکې ژوبل شوي هم دي.

د پوځ دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د انبار په ولایت کې د عین الاسد په نظامي اډې د ډرون الوتکو څو بریدونه شوي.

په عراق کې د "اسلامي مقاومت" په نامه د ایراني پلوو ملیشو ډلې ادعا کړې چې په نظامي اډې د ډرون الوتکو دا بریدونه دوي کړي او دا کار یې په غزې کې د فلسطینیانو سره ملاتړ څرګندولو په خاطر کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG