د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدراعظم له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه


د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني د سویس د داووس ښار په نړیوالې اقتصادي غونډې کې له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.
د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني د سویس د داووس ښار په نړیوالې اقتصادي غونډې کې له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

د اسرائیل او حماس د جګړې له امله په سیمه کې د روان تاوتریخوالي په لړ کې، د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) یو ځل بیا ‍د ورانکارو ډلو پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له ځواکونو وغوښتل چې له عراق څخه ووځي.

هغه د سویس د داووس ښار په نړیوالې اقتصادي غونډې کې د وینا پر مهال وویل: "د نړیوال ایتلاف د ماموریت پای ته رسېدل د عراق د امنیت او ثبات لپاره یوه اړتیا ده... دا د عراق او ایتلافي هیوادونو ترمنځ د رغنده دوه اړخیزو اړیکو د ساتلو لپاره هم یوه اړتیا ده."

سوداني، چې حکومت یې د ایران پلوه ګوندونو پر ملاتړ تکیه لري، په وروستیو اوونیو کې په وار وار ویلي چې دی غواړي بهرني ځواکونه له عراق څخه ووځي.

د عراق صدراعظم دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې امریکا د اکتوبر له نیمايي راهیسې په عراق کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ضد جګړه کې، پر امریکايي او نورو ایتلافي ځواکونو د بریدونو په ځواب کې، پر ایران پلوه ډلو بریدونه کړي دي.

د پنټاګون په وینا، د اکتوبر ۱۷ او جنوري ۱۱ ترمنځ، په عراق او سوریې کې لږترلږه ۱۳۰ بریدونه شوي دي.

پر بهرنیو ځواکونو د زیاتره راکټي او بې پیلوټه الوتکو بریدونو مسئولیت په عراق کې اسلامي مقاومت اخیستی، چې د ایران سره د تړلو وسله والو ډلو اتحاد دی او د غزې په جګړه کې له اسرائیل څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ مخالفت کوي.

د جنورۍ په لومړیو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د حشد الشعبي د ډلې یو قوماندان او د حرکت النجابه یو بل غړی ووژل شو.

حشد الشعبي د ایران پلوه پخوانیو نیمه پوځي قطعاتو ټولګه ده چې اوس د عراق په وسله والو ځواکونو کې مدغم شوې ده.

د پنجشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې، السوداني وویل، دا هم اړینه ده چې "سمدستي خبرې پیل شي، ترڅو د نړیوالو مشاورینو د ماموریت پای ته رسیدو په اړه تفاهم او مهال ویش ترلاسه شي."

متحده ایالات په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتیري لري او نږدې ۹۰۰ سرتیري یې په سوریه کې د داعش پر ضد د ایتلاف ملاتړ کوي.

د ۲۰۲۱ له پای راهیسې، په عراق کې میشتو ایتلافي ځواکونو ویلي چې خپل ټول جنګي ماموریتونه یې درولي او په عراقي پوځي اډو کې یوازې د مشورې او روزنې ورکولو دپاره میشت دي.

سوداني وویل چې ایتلاف ته نور اړتیا نشته.

هغه زیاته کړه: "نن، په عراق کې د ټولو متخصصینو د تحلیل او زموږ د ملګرو په منځ کې، داعش د عراق دولت ته یو ګواښ نه دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG