د لاس رسي وړ اتصالات

عراق کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو پر اډې د بې پیلوټه الوتکو برید شوی


د عراق انبار ولایت د عین الاسد په پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو وسایط (عکس: ارشیف)
د عراق انبار ولایت د عین الاسد په پوځي اډه کې د امریکايي ځواکونو وسایط (عکس: ارشیف)

امنیتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۷) وویل چې دوه بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په عراق کې د امریکا په مشرۍ د جهادي ډلو ضد ایتلافي ځواکونو د اډې په لور توغول شوي دي.

د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د سه شنبې په ماښام د انبار په ولایت کې د عین الاسد اډه "د دوو بې پیلوټه الوتکو په واسطه" په نښه شوې ده.

هغه زیاته کړه: "یوه بې پیلوټه الوتکه د دفاعي سیسټم لخوا د اډې څخه بهر وغورځول شوه، او دویمې یې له زیان اړولو پرته د اډې دننه چاودنه وکړه."

دا برید په داسې حال کې کېږي چې د غزې په تړانګه کې د واشنګټن د متحد اسرائیل او د ایران ملاتړ لرونکې ډلې حماس تر منځ د جګړې له امله سیمه ییز تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو په وروستیو میاشتو کې د امریکا په مشرۍ پر ایتلافي ځواکونو باندې ورته بریدونه درولي دي، خو ګواښ یې کړی چې که په لبنان کې د دوی د متحد حزب الله او اسرائیل تر منځ جګړه پیل شي، نو اقدام به وکړي.

په بغداد کې یو جګپوړي امنیتي چارواکي د سه شنبې د ورځې برید تائید کړ او ویې ویل چې د ده په باور، دا د عراق د حکومت د "شرمولو" او په عراق کې د نړیوال ایتلاف، چې د ایران ملاتړي ډلې یې د وتلو غوښتنه کوي، د راتلونکي په اړه پر روانو خبرو د فشار اچولو لپاره شوی دی.

په سمدستي توګه د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې. د امریکا پوځ د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې، په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ او په سوریه کې ۹۰۰ سرتیري لري.

دا ایتلافي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې د بغداد په غوښتنه عراق ته واستول شول چې د داعش په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي، چې د عراق او ګاونډي سوریې پراخه برخه یې نیولې وه.

په عراق کې د ایران ملاتړ لرونکو ډلو اتحاد، اسلامي مقاومت په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ځواکونو پر ضد تر ۱۷۵ زیات راکټي او ډرون بریدونه کړي دي.

اسلامي مقاومت وايي چې دا بریدونه په غزه کې د روانې جګړې په ترڅ کې له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره شوي او د اسرائیل د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

د اپریل په میاشت کې، د عراق له شمال څخه په یو راکټي برید کې په سوریه کې د نړیوال ایتلاف یوه اډه په نښه شوه.

د جنورۍ په وروستیو کې، د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې چې پړه یې پر عراقي وسله والو ډلو اچول شوې، په ګاونډي اردن کې په یوه اډه کې درې امریکایي سرتیري ووژل شول.

په ځواب کې امریکا په عراق او سوریه کې د ایران پلوه ډلو پر ضد وژونکي بریدونه پیل کړل.

بغداد هڅه کړې چې تاوتریخوالي کم کړي، او د ایتلاف د وتلو لپاره د مهال ویش ټاکلو په اړه یې له واشنګټن سره خبرې اترې پیل کړي دي.

دغه لوړپوړي امنیتي چارواکي ویلي، تمه ده چې د روانې اونۍ په وروستیو کې به یو عراقي پلاوی واشنګټن ته سفر وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG