د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عراق کې د ' خپل ځان دفاع' په خاطر هوایی برید کړی


د حشد الشعبي ملیشو غړي چې د داعش په خلاف جګړې کې یې د عراق د پوځ ملاتړ کاوه.
د حشد الشعبي ملیشو غړي چې د داعش په خلاف جګړې کې یې د عراق د پوځ ملاتړ کاوه.

متحده ایالاتو سه شنبه جولای ۳۰ ( زمري نهمه) په عراق کې د " خپل ځان دفاع" په خاطر هوایي برید کړی خو دا یې ندي ویلي چې په برید کې څوک وژل شوي که نه.

د امریکا یو چارواکي دا برید د روییټرز خبري اژانس ته تائید کړی مګر نور جزیات یې ني ورکړي.

د امریکا لخوا دې اعلان څخه وړاندې په عراق کې د حشد الشعبي په نامه ملیشو ویلي و چې د بغداد په جنوب کې د دوي په یوې اډې کې دننه چاودنې شوي. لا معلومه نده چې چاودنې د امریکا همدې هوایي برید له کبله شوې او که نه هغه یوه جلا پیښه وه.

پولیسو او د روغتیایي چارو مسؤلینو ویلی چې پدې چاودنې کې څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپي شویدي.

د حشد الشعبي ملیشو په یوې اعلامیې کې د دې چاودنو ملامتي په هیچا نده اچولې او د علت په هکله یې هم څه ندي ویلي.

د متحده ایالاتو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې امریکایي ځواکونو دا برید ځکه کړی چې په عراق کې میشتو ائتلافي ځواکونو ته متوجه ګواښ له منځه یوسي. دې چارواکي په برید کې د مرګ ژوبلې په باره کې څه نه ویل.

امریکایي چارواکو ویلي چې د ګواښ له منځه وړلو لپاره دا برید څرګندوي چې متحده ایالات د خپل پرسونل خوندیتوب او امنیت ته ژمن دي.

تیره اوونۍ د عین الاسد په نظامي اډې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه پکې دیره دي، ګڼ شمیر توغندي وار شول. د عراق او امریکا نظامي چارواکو دا بریدونه تائید کړي خو دا یې ندي ویلی چې چا کړي او مرګ ژوبله یې هم نه درلوده.

خو تر دې وړاندې د دا شان بریدونو ادعا په عراق کې شعیه ملیشو کوله چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

دا د روان میلادي کال د فبروري میاشتې راهیسې چې په اردن کې د امریکا په یوې نظامي اډې باندې د ډرون الوتکې برید وشو او درې سرتیري پکې ووژل شول، او امریکا یې په ځواب کې په عراق او سوریې کې د ایراني پلوو ملیشو ۸۵ اهداف وویشتل، لومړی ځل دی چې امریکایي ځواکونه یو ځل بیا په عراق کې هوایي برید کوي.

په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې له امله په منځني ختیځ کې د سیمه ایز تاوتریخوالي له زیاتېدو سره په منځني ختیځ کې، په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې، د متحده ایالاتو په سرتیرو باندې نږدې ۲ سوه د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

د ایران په ملاتړ د اورپکو ډلو اتحاد (د عراق اسلامي مقاومت) د ډیری دغو بریدونو مسئولیت اخیستی او ویلي یې دي چې دا بریدونه یې په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون ښودلو لپاره کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG