د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او بریتانیې د استخباراتو رئیسانو نړیوال نظم ته د خطر خبرداری ورکړی

د امریکا او بریتانیا د دغو دوو جګپوړو استخباراتي چارواکو ګډه مقاله په داسې حال کې خپره شوې، چې ټاکل شوې د برېتانیا صدراعظم کییر ستارمر په راتلونکو ورځو کې – د سپتمبر په دیارلسمه – واشنګټن ته ولاړ شي او د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) رئیس بیل برنز او د بریتانیې د استخباراتو یا (ام۱۶) مشر ریچارډ مور د شنبې په ورځ سپتمبر اومه (وږي ۱۷مه) خبرداری ورکړ چې نړیوال نظم پداسې ډول له ګواښ سره مخ دی چې د سړې جګړې راهیسې ساری نلري.

د امریکا او بریتانیا د استخباراتو دغو دوو چارواکو په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي: "موږ له یو بل نه زیات د باور او درناوي وړ متحدین نه لرو. " هغوی په دې مقاله کې دا هم ویلي چې د دوی مشارکت یوه حیاتي موضوع ده، ځکه چې "دوی له یو لړ بې ساري ګواښونو په عمده توګه د روسیې، چین او منځني ختیځ سره مخ دي. "

اوس مهال امریکا او برتانیا د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین له مهمو مالي او پوځي ملاتړو څخه دي، هغه یرغل چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شو.

دغو دوو لوړ پوړو استخباراتي چارواکو ویلي: "په دې بهیر کې پاتې کیدل تر بل هر وخت ډیر مهم دي." هغوی په دې مقاله کې لیکلي: "موږ د یو بل سره همکارۍ ته دوام ورکوو تر څو په ټوله اروپا کې د روسیې د پې پروا استخباراتي تخریب مخنیوی وکړو."

دغو دواړو چارواکو دا هم څرګنده کړه چې څنګه دوی اوس پرمختللي مصنوعي ځیرکتیا (اي آی) او کلاوډ ټیکنالوژي د اطلاعاتو د راټولولو لپاره کاروي.

د امریکا او بریتانیا د دغو دوو جګپوړو استخباراتي چارواکو ګډه مقاله په داسې حال کې خپره شوې، چې ټاکل شوې د برېتانیا صدراعظم کییر ستارمر په راتلونکو ورځو کې – د سپتمبر په دیارلسمه – واشنګټن ته ولاړ شي او د امریکا د متحدو ایالتونو له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د دواړو هیوادونو مشران به د اوکراین سره د مرستو د دوام، په غزه کې د موقتي اوربند د موافقې په ګډون په بیلابیلو مسلو خبرې وکړي.

د ولسمشر بایډن سره د بریتانیا د صدراعظم لیده کاته په داسې حال کې کیږي چې دواړه هیوادونه د اسرائیل په وړاندې بیلا بیل دریځونه لري. لندن اسرائیل ته د وسلو د صادراتو ۳۰ جوازونه ځنډولي. برتانیې ویلي دي چې دا اقدام یې ځکه کړی ، چې د دې خطر شته چې د دوی تجهیزات په غزه کې د پټو جګړو په ترڅ کې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه د جدي سرغړونې لپاره وکارول شي.

د لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو په ګډون یو شمېر هېوادونو پر غزې د اسرائیل په بریدونو، په تېره بیا پر عامه ځایونو لکه ښوونځیو او روغتونونو باندې په بریدونو نیوکې کړي او د غزې په جګړه کې یې د اسرائیل ځینې چلندونه د "جنګي جنایت" بېلګه بللې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG