د لاس رسي وړ اتصالات

پر تل ابیب تر برید وروسته، د اسرائیل پوځ د حوثیانو مرکزونه بمبار کړي


په یمن کې د اسرائیل هوایي بریدونو د زیان په هکله لا څه ندي ویل شوي
په یمن کې د اسرائیل هوایي بریدونو د زیان په هکله لا څه ندي ویل شوي

د اسرئیل پوځ وایي چې په یمن کې یې د حوثي شیعه یاغیانو څو اهداف شنبه جولای ۲۰ (چنګاښ ۳۰) یوه ورځ وروسته تر هغه بمباري کړل چې دې ‌ډلې د اسرائیل په تل ابیب باندې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو د توغولو ادعا وکړله.

دا د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه پیل شوې او حوثیانو د عدن په خلیج او سرې بحیرې کې په سوداګریزو او نورو کښتیو بریدونه پیل کړي، لومړی ځل دی چې د اسرائیل پوځ دننه په یمن کې د حوثیانو په مرکزونو توغندي واروي.

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د یمن په حدیده ښار کې یې څو نظامي اهداف ویشتي.

په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې پدې بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله اوښتې که نه او نه یې هم د زیان په باره کې څه ویل شوي خو دومره یې ویلي چې د هغو بریدونو په غبرګون کې شویدي چې حوثیانو پدې تیرو څو میاشتو کې په اسرائیلو کړیدي.

ها خوا بیا د حوثیانو یوه ویاند محمد عبدالسلام د اکس په شبکې کې لیکلي چې اسرائیلو پدې هیواد "رسا تیری" کړی او پرته لدې چې کوم شواهد یا ثبوت وړاندې کړي ویلي چې د اسرائیل په بریدونو کې د حدیدې ولایت برښنا کوټ او د تیلو ذخیرې په نښه شویدي.

ښاغلي عبدالسلام همدرانګه ویلي چې د اسرائیل دا بریدونه به د یمن د ولس ځوریدنه لا ډیره کړي او پدې خاطر شوی چې یمن په غزې کې د فلسطینیانو سره له ملاتړ لاس واخلي.

په یمن کې ایران پلوه حوثي یاغیانو د جمعې په ورځ جولای ۱۹ په تل ابیب ښار د بې پیلوټه الوتکې د برید ادعا وکړه چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا یو کس په کې وژل شوی و. حوثي یاغیانو ویلي و چې دا د اسرائیل په وړاندې د دوی د عملیاتو د "نوي پړاو" نښه ده.

د حوثي یاغیانو ویاند یحیی سري وویل چې په تل ابیب باندې یې د «یافا» په نوم په یوې نوې بې پیلوټه الوتکه برید کړی چې د هغه په ادعا، د دښمن د دفاعي سیسټمونو څخه د تیریدلو وړتیا لري.

اسرائیلي مقاماتو ویلي دي چې په تل ابیب کې د سهار په ۳:۱۲ بجو د یو اپارتمان په ودانۍ کې چاودنې یو کس وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د اسرائیل پوځ د لومړنیو پلټنو پر بنسټ ویلي چې چاودنه "د هوايي هدف د غورځېدو له امله" شوې ده. د اسرائیل یو پوځي مقام چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل چې یوه "ډیره لویه" بې پیلوټه الوتکه کشف شوې خو د "بشري تېروتنې" له امله سمدستي د خبرداري زنګ ونه وهل شو.

حوثي یاغیانو د تیر کال د نومبر میاشتې له نیمایي راهیسې په غزې باندې د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې د سور سمندرګي په جنوب کې د باب المندب له تنګي څخه پر تېرېدونکو کښتیو بریدونه پیل کړل چې د سوداګرۍ نړیوال سیستم یې ګډوډ کړی دی.

د حوثي یاغیانو بریدونه د هغو بېړیو د بیمې د لګښت د زیاتوالي لامل شوي چې د سره سمندرګي په عمده سوداګریزه لاره تګ راتګ کوي.

امریکا او بریتانیا د دغو بریدونو په غبرګون کې د روان کال د جنورۍ له نیمايي راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر اهدافو بریدونه پیل کړي، خو دغو بریدونو د دغې ډلې د کړنو په مخنیوي کې اغېز نه دی کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG