د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بي-۲ بم غورځوونکو الوتکو په یمن کې د حوثيانو پر تاسیساتو بریدونه کړي


د پنټاګون چارواکو ویلي د بي-۲ بم غورځوونکو الوتکو په یمن کې د ځمکې لاندې د وسلو پر پنځو زیرمو دقیق بریدونه ترسره کړي دي.
د پنټاګون چارواکو ویلي د بي-۲ بم غورځوونکو الوتکو په یمن کې د ځمکې لاندې د وسلو پر پنځو زیرمو دقیق بریدونه ترسره کړي دي.

د متحده ایالاتو پوځي چارواکي وايي چې د بي-۲ بم غورځونکو الوتکو یې په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د وسلو په زیرمو بریدونه کړي دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټن په یو بیان کې وویل: "د متحده ایالاتو ځواکونو د حوثیانو یو شمیر تر ځمکې لاندې تاسیسات په نښه کړي چې د وسلو بیلابیل ډولونه پکې ځای پرځای شوي وو چې حوثیانو په سیمه کې د ملکي او نظامي کښتیو په نښه کولو لپاره کارول."

د ایران ملاتړې د حوثیانو ډلې د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

د حوثیانو سره تړلي د المسیره تلویزیون وښودله چې د پنجشنبې اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۶) سهار وختي د پایتخت صنعا شمال او جنوب لور ته ۱۵ هوايي بریدونه شوي دي. ددغه تلویزیون د راپور له مخې، له پایتخت لیرې، د حوثیانو تر کنټرول لانډې صعده سیمه کې هم بریدونه شوي دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وویل چې د بي-۲ بم غورځوونکو الوتکو د ځمکې لاندې د وسلو پر پنځو زیرمو دقیق بریدونه ترسره کړي دي. هغه زیاته کړه چې د لیرې واټن څخه د ویشتلو د توان لرونکي دغه الوتکې، "په نړۍ کې د متحده ایالاتو د برید کولو وړتیا ښیي چې د اړتیا په وخت کې په هر ځای کې چې وي، د هدفونو په وړاندې اقدام وکړي."

اسټن وویل: "د ولسمشر بایډن په لارښوونه، ما د دې هدفي بریدونو اجازه ورکړه چې د حوثیانو د بې ثباته کوونکي چلند وړتیا نوره هم کمزورې شي او په نړۍ کې د اوبو په یو له ترټولو مهمو مسیرونو کې د متحده ایالاتو د ځواکونو او پرسونل ساتنه او دفاع وشي."

متحده ایالاتو او برتانیې له دې وړاندې هم په نړیوالو اوبو کې د حوثیانو لخوا د کښتیو په نښه کولو د وړتیا د ځپلو لپاره په یمن کې بریدونه کړي دي. خو یاغیانو په سره سمندر او عدن خلیج کې پر سوداګریزو کښتیو باندې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

حوثي یاغیان د ایران سره د تړلي "د مقاومت محور" برخه ده او وايي چې له اسرائیل سره په جګړه کې د حماس له ډلې سره د پیوستون ښودلو لپاره دغه بریدونه کوي.

د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې، د حوثیانو سیاسي دفتر وویل چې وروستي بریدونه به "بې ځوابه پاتې نشي" او ګواښ یې وکړ چې "د امریکا په ملاتړ د اسرائیلي غرور په وړاندې به له غزې او لبنان سره د دې ډلې ملاتړ او مرستې ته دوام ورکړي."

د حوثیانو بریدونو د سره سمندر د لارې د امنیت په اړه جدي اندېښنې پارولي دي. د سوداګریزو مالونو د انتقال نړیواله خوانه وايي د نړۍ ۱۲ سلنه سوداګریز توکي له همدې مسیر څخه تیریږي. د متحده ایالاتو او بریتانیې ځواکونو د جنوري راهیسې پر حوثي وسله والو ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومانده چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو مسئولیت لري، په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې د پنجشنبې په برید کې د ملکي تلفاتو د اوښتو لومړنۍ نښې نښانې نه دي لیدل شوي.

په امریکا کې د یمن او منځني ختیځ د امنیتي چارو شنونکي محمد البشا وویل، د بي-۲ بم غورځونکو الوتکو کارول د دې ښکارندویي کوي چې واشنګټن د حوثي یاغیانو پر وړاندې "سخت دریځ" غوره کړی دی.

باشا وویل: "دا عملیات د متحده ایالاتو په تګلارې کې د بدلون نښه ده، چې د دې ډلې د بې ثباته کوونکي چلند په وړاندې د قوي دریځ څرګندونه کوي ځکه چې واشنګټن د دوی د نظامي وړتیاوو د کمولو هڅې ګړندۍ کوي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG