د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بي -۵۲ بم غورځوونکي الوتکې منځني ختیځ ته ورسیدې


د متحده ایالاتو پوځ شنبه نومبر دویمه ( لړم ۱۲) وویل چې بي-۵۲ بم غورځوونکي الوتکې منځني ختیځ ته ورسیدې. پنټاګون تیره ورځ ویلي و چې دا الوتکې ایران ته د خبرداري په توګه سیمې ته استول کیږي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د (B-52 Stratofortress) سټراتیژیکې بم غورځوونکي الوتکې د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د مینوت په نامه د هوایي ځواکونو د پنځمې بمي څانګې څخه ددې قوماندانۍ تر مسؤلیت لاندې سیمې ته رسیدلي دي.

دا الوتکې چې د لیرې واټن ویشتونکي توغندي واری کولی شي، ډول ډول ماموریتونو کې ترې کار اخیستل کیدی شي.

پنټاګون تیره ورځ منځني ختیځ ته د دې الوتکو د استولو اعلان پداسې حال کې کړی و چې آوازې دي ښایي ایران په راتلونکو ورځو کې په اسرائیل باندې د تیرې اکټوبر میاشتې د ۲۶ مې بریدونو په غبرګون کې ځوابي بریدونه وکړي.

سره لدې چې واشنګټن تل ټینګار کړی چې په ایران د اسرائیل هیڅ برید کې یې لاس نه درلود او نه پکې امریکایي ځواکونو برخه درلوده خو د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې منځني ختیځ ته دا اضافي نظامي تجهیزات ایران ته د خبرداري په توګه استول کیږي.

همداشات امریکایي چارواکو تهران ته خبرداری ورکړی چې که په اسرائیل برید وکړي، واشنګټن به ونشي کړی چې د اسرائیل مخه ونیسي خو د ایران ستر روحاني مشر، تیره ورځ نه یوازې اسرائیل بلکې متحده ایالاتو ته هم د "ځپونکي" ځواب ګواښ کړی.

ایات الله علي خامنه اي د ایران د دولتي رسنیو له خوا په یوې خپره شوې ویډیو کې ویلي "دښمنان که هغه صهیونیستي رژیم دی او یا د امریکا متحده ایالات، هرومرو به د هغه څه له کبله چې دوی یې له ایران، د ایران له ملت او د مقاومت له جبهې سره کوي ځپونکی ځواب ترلاسه کړی. "

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې دا څوم ځل دی چې متحده ایالات منځني ختیځ ته اضافي نظامي تجهزات او پرسونل استولي.

پنټاګون د سپټمبر په میاشت کې ویلي و چې امریکایي سرتیري او د توغندیو هوایي دفاع سیسمتم اسرائیل ته استوي چې د ایراني بریدونو په مقابل کې د اسرائیل دفاع وکړي. د توغندیو د دفاع دا سیستم په اسرائیل باندې د ایران د بلاستیک توغندیو بریدو څخه وروسته واستول شو.

د دفاع وزارت ویاند، تورنجنرال پاټ رایډر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دفاع وزیر لیوډ آسټن د جمهور رئیس جو بایډن په لارښوونې اسرائیل ته د THAAD هوایي دفاع سیستم استول منظور کړی چې امریکایي ځواکونه یې چلوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG