د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او لبنان ترمنځ د سولې رښتینی فرصت برابر شوی- د امریکا استازی


د لبنان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي اموس هاکستاین نن سه شنبه نومبر ۱۹ (لړم۲۹) وویل د لبنان او اسرائیل ترمنځ د جګړې د ختمېدو «واقعي فرصت» برابر شوی دی.

لبنان او حزب الله د اوربند له توافق وروسته د اوربند په طرحې، چې امریکا پېشنهاد کړې وه، توافق وکړ، له دغه توافق یوه ورځ وروسته هاکستاین د لبنان د پارلمان له مشر نبیه بري سره ولیدل. حزب الله ویلي‌ دي چې بری په دغو مذاکراتو کې د دغې ډلې په نمایندګۍ غږېږي.

د امریکا استازي له یو کال راهېسې د دواړو خواو ترمنځ د اوربند هڅې کوي، هغه د لبنان د پارلمان له مشر سره تر ملاقات وروسته وویل: «بیا راستون شوم، ځکه چې د دغې جګړې د ختمېدو لپاره واقعي فرصت پیدا شوی او زموږ په لاس کې دی. د دغې کړکۍ له خلاصېدو وروسته،‌ هیله لرم چې په اینده ورځو کې یوې غوڅې پرېکړې ته ورسېږو.»

لبنان د دوشنبې په ورځ د اوربند وړاندیز ته په لیکلي بڼه ځواب ورکړ او له همدغه خواب څخه سمدستي وروسته اموس هاکسټاین لبنان ته ولاړ. د امریکا د اوسني حکومت د دورې دوې میاشتې پاتې دي او د هاکسټاین دا هلې ځلې د دغه حکومت وروستۍ هڅه ده.

د اسرائیل د انرژۍ وزیر ایلي کوهن نن وویل چې له «لبنان سره د توافق» په اړه خبرې روانې دي، خو ټېنګار وکړ چې اسرائیل به تر هغه وخت پورې توافق نه کوي چې ټول شرایط یې منل شوي‌نه وي. په دغو شرایطو کې له سرحد څخه د حزب الله د جنګیالیو وتل هم شامل دي.

په همدې حال کې د اسرائيل او حزب الله ترمنځ جګړې زور اخیستی دی، اسرائیل د لبنان په جنوبې کې هغه سیمې چې د حزب الله تر کنترول لاندې دي، تر سختو بریدونو لاندې نیولي دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اومه نېټه حماس په اسرائيل باندې بریدونه وکړل او له هماغه راهېسې د حزب الله د جنګیالیو او اسرائيل ترمنځ هره ورځ نښتې کېږي، خو د سپتمبر له میاشتې راهېسې مخامخ جنګ پیل شوی او اسرائيل خپل پلي ځواکونه هم لبنان ته داخل کړي‌ دي.

په لبنان کې چارواکي‌ وايي د اسرائيل په بریدونو کې څه باندې درې زره کسان وژل شوي او ژوبل شوي او څه باندې یو میلیون نور لبنانیان بې ځایه شوي دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG