د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم۲۳) په لبنان کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتو ځواکونو باندې بریدونه غندلي دي.
د امنیت شورا په اعلامیې کې په سوله ساتو ځواکونو باندې د اکتوبر په ۲۹ مه، د نومبر په اومې او اتمې نېټو باندې بریدونه غندل شوي. په دغو بریدونو کې د دغو ځواکونو یو شمېر غړي ژوبل شوي دي.
په اعلامیې کې نه دي ویل شوي چې دا بریدونه چا کړي دي.
د امنیت شورا اعلامیې کې د جګړې «له ټولو خواو څخه غوښتل شوي دي چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو او ځایونو امنیت او مصونیت ته د درناوي لپاره ضروري اقدامات» وکړي.
سوله ساتو ځواکونو ویلي دي چې د اکتوبر په ۲۹مه د لبنان په سویل کې د دوی په مرکز باندې یو راکټ، چې شاید د حزب الله ډلې توغولی وي، لګېدلی دی. اترېش وایي چې په دغه برید کې د هغوی اته سرتېري ژوبل شوي دي.
د نومبر په اومه نېټه په یو بل برید کې د سوله ساتو ځواکونو پنځه تنه نور ژوبل شول، د برید په سبا یې سوله ساتو ځواکونو د اسرائيل پوځ تورن کړ چې د لبنان په جنوب کې یې په «عمدي او مستقیم عمل» کې یوه چاوڼۍ ویجاړه کړې ده.
د امنیت شورا ویلي دي چې «سوله ساتي ځواکونه باید د هېڅ ډول برید هدف» نه وي او دغې شورا د ملګرو ملتونو د دغو ځواکونو څخه «خپل بشپړ حمایت» اعلان کړی.
د امنیت شورا غړو همدغه راز «په عمومي ډول په جګړو کې د ولسي تلفاتو او کړاو » او «په لبنان کې د ولسي تاسیساتو» او «فرهنګي میراث د سیمو» د ویجاړېدو په اړه «ژوره اندېښنه» ښودلې ده.
دوی په مشخص ډول «په بعلبیک او صور کې له خطر سره د فرهنګي میراث د سیمو د مخامخ کېدو» په اړه اندېښنه ښودلې ده. یونیسکو دا سیمې د نړۍ د فرهنګي ابداتو په توګه پېژني.
په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک ماموریت ۹۵۰۰ سرتېري لري، چې د بېلا بېلو هېوادونو عسکر دي. دوی په ۱۹۸۷ کال په لبنان باندې د اسرائیل له برید وروسته هلته ځای په ځای شول چې وضعیت وڅاري.
فورم \ دبحث خونه