د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د لبنان دا ادعا رد کړه چې تهران یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي


د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي تور پورې کړی چې ایران یې په کورنیو چارو کې مداخله کوي.
د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي تور پورې کړی چې ایران یې په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

ایران دوشنبې اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) د لبنان د صدراعظم نجیب میقاتي هغه تورونه رد کړل چې ګواکې تهران د بیروت په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

میقاتي د تهران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ته منسوبو څرګندونو ته اشاره کړې وه.

د پنجشنبې په ورځ، د فرانسې فیګارو ورځپاڼې د قالیباف له خولې وویل چې د هغه حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ نمبر پریکړه لیک د پلي کولو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی چې دغه پرېکړه لیک ته د اسرائیل او د ایران ملاتړي حزب الله ډلې ترمنځ په روانه جګړه کې د اوربند لپاره د شرط په توګه لیدل کیږي.

په پریکړه لیک کې غوښتنه شوې چې په جنوبي لبنان کې باید یوزاې د لبنان پوځ او د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای شي.

د یو کم‌سارې نیوکې په توګه، میقاتي د قالیباف څرګندونې د "لبنان په چارو کې ښکاره لاسوهنه او په لبنان باندې د نه منلو وړ سرپرستۍ رامنځته کولو هڅه" وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل چې "ایران هیڅکله داسې کوم نیت نه درلود او نه یې کوم اقدام کړی چې د لبنان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې شک پرې وشي".

بقايي وویل: "موږ له هر هغه هیواد سره خبرې کوو چې د لبنان په وړاندې د جرمونو او تیري او په غزه کې د نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره کوم نوښت او یا وړاندیز لري." بقايي زیاته کړه چې د قالیباف د څرګندونو په اړه "ناسم پوهاوی " موجود دی.

ایران په وروستیو ورځو کې ډیپلوماټیکې هڅې ګړندۍ کړي او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سیمې له څو هیوادونو څخه لیدنه کړې ده ترڅو په لبنان او غزه کې د اوربند او همدارنګه د شخړو د مخنیوي لارې چارې ولټوي.

بقايي د وروستیو لیدنو کتنو په اړه وویل: "موږ خوښ یو چې موږ او د سیمې ټول هیوادونه د درک دې کچې ته رسیدلي یو او موږ دا نظر شریکوو چې په سیمه کې د سولې ساتنه زموږ ګډه دنده ده."

ایران د خپل انقلابي ګارډ د قوماندان او په سیمه کې د تهران د ملاتړو ډلو د قوماندانانو د وژل کېدو په ځواب کې د اکتوبر په لومړۍ نیټه په اسرائیل باندې ۲۰۰ بالستیک توغندي وتوغول. اسرائیلي چارواکو ددغه برید د غچ اخیستلو ګواښ کړی دی.

بقايي وویل چې د ایران ګاونډي هیوادونه به "اجازه ورنکړي چې د دوی خاوره په سیمه کې پر یو اسلامي هیواد د برید لپاره وکارول شي."

امریکايي استازی لبنان ته تللی

بل خوا په داسې حال کې چې لبنان او اسرائیل د تیرې یوې میاشتې راهیسې په جګړه کې ښکېل شوي، سیمې ته د متحده ایالاتو ځانګړی استازی اموس هاکسټاین د دوشنبې په ورځ بیروت ته رسیدلی دی.

د فرانس پرس د راپور له مخې، هاکسټاین د لبنان له صدراعظم سره له خبرو وړاندې په بیروت کې ددغه هېواد د پارلمان د رئیس نبي بیري د اوسېدنې ځای ته د خبرو لپاره ورغلی دی.

بیري چې د حزب الله متحد ګڼل کیږي، په لبنان کې د جګړې د پای ته رسولو د ډیپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې ددغه ډلې په استازیتوب د خبرو اترو دنده لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG