د لاس رسي وړ اتصالات

حماس ادعا کړې چې د اسرائیل په بمباریو کې دوه اسرائیلي یرغمل وژل شوي


اسرائیل لا د دغو دوو یرغمل شویو د وژل کېدو د ادعا په اړه لا څه نه دي
اسرائیل لا د دغو دوو یرغمل شویو د وژل کېدو د ادعا په اړه لا څه نه دي

د حماس ډلې د القسام پوځي څانګې د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۲) ادعا وکړه چې په غزې باندې د اسرائيل په بمباریو کې دوه اسرائیلي یرغمل هم وژل شوي، خو اسرائیل لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغې ډلې د ټیلیګرام په یو پیغام کې ادعا کړې ده چې د نورو یرغمل شویو کسانو وضعیت هم ښه نه دی او د بمباریو له کبله دوی نه شي کولای هغوی ته روغتیايي امکانات برابر کړي.

د حماس ډلې د اکتوبر په اوومې نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل، د اسرائیلي مقاماتو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او د حماس ډلې ۲۵۰ نور له ځان سره یرغمل کړل.

په غزې کې د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په بمباریو کې تر دې دمه ۲۸۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د نومبر په میاشت کې اوربند وشو چې حماس ۱۰۰ یرغمل شوي کسان پرېښودل او اسرائیل هم ۲۴۰ فلسطیني بندیان ازاد کړل.

که څه هم اسرائيل لا تر دې دمه د حماس د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو د اسرائيل د پوځ ویاند دانیال هګار د سه شنبې په ورځ وویل چې د حماس له لوري ۳۱ یرغمل شوي کسان مړه شوي دي.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې وویل: «موږ ۳۱ کورنیو ته خبر ورکړ چې نیول شوي عزیزان یې نور ژوندي نه دي او موږ یې مړینه اعلانوو.»

اسرائیل وايي لا هم ۱۳۱ یرغمل شوي کسان په غزې کې ساتل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د فلسطیني کلب، چې د فلسطیني بندیانو قضیې ثبتوي، د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د اکتوبر له بریدونو وروسته، ۶۹۵۰ فلسطینیان نیول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د اسرائيل په یو هوايي برید کې په لبنان کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. د اسرائيل یو مقام، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، فرانس پرس اژانس ته ویلي دي ‌چې په برید کې د حزب الله ډلې یو مشر باسل صالح په نښه شوی چې «سخت ژوبل شوی» دی.

د لبنان دوو مقاماتو هم دا برید تائید کړی دی. دا برید داسې مهال کېږي، چې څو ورځې مخکې د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ وویل چې په بغداد کې یې په یو هوايي برید کې د ایران د ملاتړې ډلې کتایب حزب الله یو قومندان وژلی دی.

د معلوماتو په اساس، دغه قوماندان په سیمه کې د امریکا په ځواکونو باندې د بریدونو مسئولیت لره. د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ ویلي دي چې دا برید د دریو امریکايي عسکرو د وژلو غچ اخیستل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG